پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف‌الدین مسلم وايي، سوېل ختیځو ولایتونو کې د دوه اوونۍ وړاندې زلزلې پرمهال د ویجاړو شویو کورونو بیارغولو لپاره یوه کمېټه رامنځته کوي.

شرف‌الدین مسلم نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۱۸۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د سرپناه جوړولو چارې یوې کمېټې ته ورسپارل کېږي او کوښښ کوو چې کمېټه جوړه شي. هڅه کېږي چې دې کمېټه کارپوه انجینیران او سوداګر شامل کړو. د کورونو د جوړولو لپاره هم یوه کمېټه جوړو.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، پکتیکا او خوست کې یې د زلزلې زیانمنو شویو ته ۳۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان‌جان الکوزي وویل، د زلزلې زیانمنو شویو ته د ځانګړو شویو پیسو له ډلې ۱۳ میلیونه یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ته ورکړل شوي دي.

پکتیکا او خوست ولایتونو کې دوه اونۍ وړاندې زلزلې د سیمې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رپوټونو پر اساس، تردامهاله یوشمېر هېواودنو او ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو او کسانو د زلزلې زیانمنو شویو سره میلیونونه افغانۍ مرستې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام