د باميان د پوهنې رياست د تعليمي څارنې يو غړى د زنا په تور بالفعل ونيول شو

د بامیان محلي سرچینې سلام وطندار ته تاییدوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړی، بشر حیدري چې د دې ادارې د رییس اسلام‌الدین عثماني له خپلوانو څخه دی تېره شپه د دغه ولایت مرکز «دره سادات» سیمې اړوند «بام سرای» روغتیايي مرکز کې له یوې ځوانې جلۍ سره د زنا په تور بالفعل د اسلامي امارت د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

کابل ښاریان له بانکونو د پیسو رایستلو له بهیر څخه شکایت کوي

د کابل ښار یوشمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لاهم د بانکونو چارې عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي. د پلازمېنې اوسېدونکي زیاتوي چې د خپلو معاشونو ترلاسه کولو لپاره په ورځو ورځو د خصوصي بانکونو مخې ته ولاړ وي، خو بیا هم نه‌شي کولای معاشونه ترلاسه کړي.

د م.م پراختیايي پروګرام: یوه ډله کسان خلک تېرباسي او پیسې ترې اخلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د رسنیو برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه ډله خلک په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه لغمان او کونړ کې د دغه بنسټ د یوې مخکینۍ پروژې له ټاپې/ مُهر څخه په استفادې خلک تېرباسي او پیسې ترې اخلي.

هرات کې د قول‌اردو پر کارکوونکو برید؛ درې کسان وژل شوي ۱۸ ټپیان دي

د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو پر کارکوونکو په دوو جلا جلا بریدونو کې د یاد قول‌اردو دوه کارکوونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، دغه پېښې د هرات ښار په نمبر یک او غیزان سنکر سیمو کې رامنځته شوي دي.