په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د رسنیو برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه ډله خلک په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه لغمان او کونړ کې د دغه بنسټ د یوې مخکینۍ پروژې له ټاپې/ مُهر څخه په استفادې خلک تېرباسي او پیسې ترې اخلي.

د مسوولانو په وینا، دغه ډله کسان خلکو ته ژمنه ورکوي چې د میاشتې د ۲۰۰ ډالرو د ورکړې نوملړ کې به یې نوم شامل کړي او د همدې کار په بدل کې له خلکو یوه اندازه پیسې اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د رسنیو برخې مسوولان ټينګار کوي چې دغه کسان ځانګړی دفتر نه‌لري او په ډله‌ییزه توګه کار کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال مسوولان زیاتوي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د هېواد په ختیځ کې د کرنې بنسټه‌ییزه کېدو او بیارغونې برخه کې ګڼ‌شمېر پروژې لري چې بلاعوضه او د افغانانو لپاره دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام