د لوګر یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې په دې وروستیو کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې او هره اوونۍ دغه ولایت کې ګڼې جنايي پېښې ثبتېږي.
دوی د لوګر له پوځي مسوولانو غواړي چې د خپلسره وژنو، انسان تښتوونې او د وسلهوالو غلاو مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې یې د وژنو، غلاوو، انسان تښتوونې، دولتي ځمکو غصب، خپل منځي شخړو او له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور څه باندې سل کسان نیولي دي.
انس همداراز ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰ جینایي پېښې هم شوي او د سلو نورو مخنیوی شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د لوګر امنیه قومنداني داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تېره یوه میاشت کې دغه ولایت کې د شخصي او سیاسي ستونزو له امله ۴ کسان وژل شوي دي.