د هرات ولایتي شورا، د سوداګرۍ خونې، د صنعتکارانو ټولنې، کسبګرو، ډاکټرانو، صرافانو او د دغه ولایت یوشمېر نورو اصنافو نن د هرات په ولایتي شورا کې د یوې غونډې پر مهال په هرات ښار کې پر انسان تښتونې، ترور او وسله‌والو غلاوو نیوکه وکړه.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزی د دغه ولایت امنیه قوماندان د ښار د امنیت په ټینګولو کې پر بې‌پروایي تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې که تر راتلونکې سه‌شنبې پورې له دندې ګوښه نه شي او د امنیتي وضعیت ښه‌والي لپاره بنسټيز ګامونه اوچت نه شي، ښاریان به پر عمومي اعتراض لاس پورې او امنیه قوماندان ته به د کار اجازه ور نه‌کړي.

کامران عليزی

نوموړي د هرات امنیه قوماندان او په مرکز کې یوشمېر کړۍ تورنې کړې چې د هرات امنیتي وضعیت د سمبالولو چارې بې‌کفایته او له ترهګرو ډلو سره تړلو کسانو ته سپاري.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یونس قاضي‌زاده هم د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت د اندېښنې تر څنګ وویل، روان کال په هرات کې ګڼ‌شمېر پانګه‌والو د انسان تښتونې، وسله‌والو غلاوو او د ترور پېښو ډېروالي له امله له دغه ولایت نه خپلې پانګې اېستلې دي.

په هرات کې د لوېديځ زون د کسبه‌کارانو خونې مرستیال عبیدالله یاري وایي، هټۍوال د شپې او ورځې خوندي نه دي او که تر راتلونکې سه‌شنبې پورې د امنیت ښه‌والي لپاره بنسټیز ګامونه اوچت نه شي، ټول هټۍوال به عمومي اعتصاب وکړي.

د هرات د صرافانو ټولنې رییس بهاوالدین رحیمي د انسان تښتونې پېښو پر ډېروالي د اندېښنې تر څنګ وایي، د روان کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې ۱۵ صرافان برمته شوي چې ۳ یې د امنیتي ځواکونو له لوري او ۱۲ نور یې د پیسو په بدل کې بېرته را خوشې شوي دي.

په همدې حال کې د هرات د ډاکټرانو ټولنې رییس نثاراحمد مصدق په روان کال کې د انسان تښتونې پېښو ډېروالی کم‌ساری بولي او وایي، د کال له پیله تر دې مهاله په هرات کې د تښتونې او ترور ۷۰ پېښې ثبت شوي او هره ورځ موټر، موټرسایکلونه او ټیلیفونونه غلا کېږي.

مصدق وايي، یوشمېر امنیتي مسوولان له غلو سره لاس لري او خبرداری ورکوي، که د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه شي، نږدې۱۰۰۰ ډاکټران به دغه ولایت پرېږدي.

د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم بیا باور لري چې یوشمېر کړۍ له دغه ولایت نه د پانګې اېستلو لپاره کار کوي او حکومت یې باید مخه ونیسي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو هم نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د هرات والي او امنیتي ادارې پر کم‌کارۍ تورنې کړې او ادعا یې وکړه چې په هرات کې لسګونه ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې یوشمېر یې د ایران له لوري تمویلېږي.

خو د هرات امنیه قوماندان سلطان‌داوود سلطان که څه هم په دغه ولایت کې د انسان تښتونې یوشمېر پېښې تاییدوي، خو په وینا یې، ناامني یوازې په هرات کې نه، بلکې په ټول هېواد کې ډېره شوې ده.

د نوموړي په وینا، نه شي کولای چې پولیس د افرادو په واک کې ورکړي او په وینا یې، په دې اړه ولسمشر ورته لارښوونه کړې چې پولیس د خلکو له شخصي نوکرۍ نه وباسئ.

د هرات امنیه قوماندان وايي، په وروستیو اوونیو کې یې نږدې ۱۵ کسان د انسان تښتوونکو له منګولو راخوشې کړي او لسګونه غله یې هم نیولي دي.

د هرات ولایت مقام تر اوسه د هرات د ولایتي شورا او نورو معترضانو د ضرب‌الاجل په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام