د هرات محلي چارواکي او امنيتي مسوولان وايي، د انسانتښتوونکيو يوه ۱۲ کسيزه ډله يې نيولې او له دې ډلې يې ۴ تښتول شوي کسان خوشې کړي دي.
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي کورنيو ته د ۴ خوشې شويو کسانو د تسليمۍ پر مهال وويل، دغه څلور کسان نن د انجيل ولسوالۍ «امام شش نور» سيمه کې د ملي امنيت او پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکيو له منګولو ازاد شوي دي.
قتالي وايي، نيول شوي انسان تښتوونکي د دغو څلورو کسانو ساتونکي دي او اصلي کسان لا تر اوسه نه دي نيول شوي او په اړه يې څېړنې روانې دې.
د نوموړي په وينا، اوس هم يو شمېر کسان د انسان تښتوونکيو په منګولو کې دي او هڅې روانې دي چې دغه کسان هم خوشې شي.
د هرات والي زياتوي، په دې ولايت کې په تېرو درې مياشتو کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري ۸۰ انسان تښتوونکي نيول شوي دي.
د ياد ولايت امنيې قومندان سلطانداوود سلطان وايي، د ډېری هغو کورنيو اولادونه چې تښتول کېږي، امنيتي ځواکونو ته خبر نه ورکوي.
د خوشې شويو څلورو کسانو کورنۍ وايي، انسان تښتوونکيو له هرې کورنۍ ۲۰۰ زره امريکايي ډالر غوښتي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د هرات د کرنې د رييس زوی لا تر اوسه له انسان تښتوونکيو سره دی.