هرات کې د انسانتښتوونکيو ۱۲ کسيزه ډله ونيول شوه؛ ۴ تښتول شوي کسان خوشې شول
د هرات محلي چارواکي او امنيتي مسوولان وايي، د انسانتښتوونکيو يوه ۱۲ کسيزه ډله يې نيولې او له دې ډلې يې ۴ تښتول شوي کسان خوشې کړي دي.
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي کورنيو ته د ۴ خوشې شويو کسانو د تسليمۍ پر مهال وويل، دغه څلور کسان نن د انجيل ولسوالۍ «امام شش نور» سيمه کې د ملي امنيت او پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکيو له منګولو ازاد شوي دي.