په هرات ښار کې یو میوه‌ پلورونکی غلام‌نبي وايي چې ښار زموږ خپل کور دی او ټول مسوولان او خلک یې د ساتلو مسوولیت لري. هغه چې تازه د خپلې هټۍ مالیه د هرات ښاروالي ته ورکړې، د دغې ادارې له مسوولانو غواړي چې را ټولې شوې پیسې پر ښاري خدمتونو ولګوي.

په همدې حال کې یوشمېر هراتیان هم د ښاروالي له مسوولانو غواړي چې د مالیې راټولې شوې پیسې د دغه ښار د زیانمنو شویو سیمو پر رغولو ولګوي او د هرات ښار پاکوالي ته هم پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات اوسېدونکی خالد نیازی وايي، د ښاروالي له لوري د مالیې راټول شوې پیسې د خلکو دي او باید بېرته د ښار پر رغولو او پاکولو ولګول شي.

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی حسیب‌الله احمدي هم وايي چې طالبان باید له خلکو د مالیې را ټولولو په بدل کې هغوی ته لازم خدمتونه وړاندې کړي، څو په ښه او ازاده هوا کې ژوند وکړي.

د هرات ښاروال شرف‌الدین مخلص وايي چې په تېره یوه‌نیمه میاشت کې یې له څوارلس میلیونه افغانیو ډېر عواید چې ډېری یې د کورونو پاکوالي، د خپلسرو لوړپوړو ودانیو د جوړولو جریمې او کسبه‌کارانو ته د جوازونو د ورکړې له لارې راټول کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات ښاروالي مسوولان ډاډ ورکوي چې را ټولې پیسې به د ښاري چارو پر تنظیم او خلکو ته د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ولګوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام