د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په کابل کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو د لاریون پر مهال د خبریالانو د وهلو ډبولو پېښې د څېړنې غوښتنه کوي.

دا کمېټه وايي چې د ښځو د «بې‌وزلۍ، وزګارتیا او لوږې» په شعار ورکولو سره لاریون کړی و، خو د اسلامي امارت ځواکونو د دغه لاریون پر مهال خبریالان وهلي ډبولي او کنځلې یې هم ورته کړې دي.

دغې کمېټې له طالبانو غوښتي چې دا پېښه دې د قانون په رڼا کې وڅېړي او د کار پر مهال دې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره پر ځانګړې طرحې کار وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

پرون یوشمېر ښځو په کابل کې د ښځو چارو وزارت د پخواني دفتر مخې ته لاریون کړی و چې د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شوې. ځينې تصویرونه چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، ښيي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغه لاریون پر مهال یوشمېر خبریالان هم وهلي ډبولي دي.

ښځو په دغه لاریون کې د نجونو ښوونځیو د پرانېستې غوښتنه کوله او شعار یې ورکاوه چې ښوونه او روزنه باید سیاسي نه شي. دوی د وزګارتیا او بې‌وزلۍ شعارونه هم ورکول.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا څویم ځل دی چې ښځې په پلازمېنې کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې دوی ته د زده‌کړې، کار او نورو حقونو د ورکړې په اړه لاریونونه کوي چې پر مهال یې د دغو ښځو په ګډون، یوشمېر خبریالان هم وهل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام