له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې او له کابل څخه د تخلیې بهیر د پای ته رسېدو په درشل کې، د نړۍ نږدې ۱۰۰هېوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانانو ته به د سفر کولو اسنادو د ورکړې لړۍ دوام ولري.

دغه خبرپاڼه چې بېګاه شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، پکې راغلي چې دغو هېوادونو ژمنه کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي او یا یې هم له دغو هېوادونو سره یې کار کړی، د سفر اسنادونه به ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې دغه هېوادونه په ازاده توګه د بهرنیو اتباعو، افغانانو چې له هغوی سره کار کړی او هغه کسان چې افغانستان کې ورته ګواښ متوجه دی، ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ټينګار کړی چې طالبان به د دغو کسانو د سفر تضمین ته ژمن پاتې کړي. همداراز د خبرپاڼې له قوله ویل شوي چې، دغو هېوادونو له طالبانو دا ډاډ ترلاسه کړی چې بهرني اتباع او هغه افغانان چې دغو هېوادو ته د ورتلو قانوني اسناد ولري، اجازه ورکړي، څو په منظمه او ډاډمنه توګه له افغانستان څخه بهر ووځي.

دغه خبرپاڼه لومړی د امریکا، البانیا، اسټرالیا، بلجیم، بلیز، بلغارستان، بورکینافاسو، کېپ ورډ، کاناډا، سوېلي افریقا، کلمبیا، کاسټاریکا، او  عاج ساحل له لوري خپره شوه. له هغه وروسته بیا کرواشیا، د کانګو دموکرات جهموریت، ډنمارک، جېبوټي، د دومینیکن جمهوریت، السالواډور، سټونیا، اسواټيني، د مکرونیا فډرال ایالات، فیجي، فنلنډ، فرانسه، ګابن، ګرجستان، المان، غنا، یونان، ګیانا، ګویان، هایټي، هندوراس، ایسلنډ، ایرلنډ، اسراییل، ایټالیا، جاپان، اردن، قزاقستان او کینیا هېوادونه هم ورسره یوځای شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز کریباتي، قرغیزستان، لبنان، لیبریا، لیبیا، لیتوانیا، لوګزامبورگ، ماداگاسکار، مالدیف، مالت، مارشال جزایر، مولداوي، مونته‌نګېرو، مراکش، نائورو، هالنډ، نیوځیلانډ، نایجریا، شمالي مقدونیه، ناروې، پالاوو، پاپوا نیو ګيني، لهستان، پرتګال، د قبرس جمهوریت، سوېلي کوریا، کوزوو جمهوریت، رومانیا، روانډا، د شمالي اټلانټيک د پیمان سازمان، سینیګال، صربستان، سیرالیون، سلواکیا، سلونیا، سومالیا، اسپانیا، سنټ کیس او نویس، سوډان، سورینام، سویډن، سویس، باهاما، گامبیا، په بهرنیو او امنیتي سیاسي چارو کې د اروپايي ټولنې عالي استازولي، توګو، ټرینیډاډ او توباګو، ترکیه، یوګانډا، اوکراین، د کومور ټولنه، بریټانیا، وانواټو، یمن و زامبیا هېوادونه هم له دغې خبرپاڼې سره یوځای شوي دي.

طالبانو له دې وړاندې هم خبر ورکړی و، هغه کسان چې د سفر لپاره قانوني اسناد لري، له هېواد بهر د تلو اجازه به ورکړي.

له کابل څخه د بهرنیو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو بهیر د زمري په ۲۴مه پیل او سبا پای ته رسېږي. په دغه موده کې نږدې ۱۲۰ زره کسان له افغانستان څخه وتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام