د غور د تولک ولسوالي یوه ۵۴ کلنه اوسېدونکې رخشانه چې د بې‌وزلۍ له امله د دغه ولایت مرکز ته لېږدول شوې وايي، بې‌وزلۍ او ناچارۍ اړ کړې چې خپلې شپږکلنې او څلورکلنې لمسیانې وپلوري.

هغه وايي، له څلورو میاشتو ډېره موده کېږي چې له خپلې مېنې بې‌ځایه شوې او په دې موده کې یې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړې او په وینا یې، دا مرستې نه شي کولای د ژوند اړتیاوې یې پوره کړي. د فېروزکوه ښار څنډو او دغه کمپ کې د رخشانې ترڅنګ، لسګونه نورې کورنۍ هم شته چې سختې شپې او ورځې تېروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غور کې یوه بې‌وزله ثریا وايي، د خوړو لپاره هېڅ نه لري او له څلورو میاشتو راهیسې د خاورو پر سر په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د دغه ولایت یو بل بې‌وزله نثاراحمد هم وايي چې د ده په ګډون، ټولې بې‌ځایه شوې کورنۍ د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله اندېښمنې دي او په خبره یې، تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.

د فېروزکوه ښار د کډوالو کمپ مسوول عبدالکریم په دغه کمپ کې د مېشتو کورنیو له ناسم وضعیت څخه سر ټکوي او وايي، په دغه کمپ کې د ناروغانو لپاره ډاکټران او د خوړو لپاره اوبه او خواړه نشته.

د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست عبدالحی مبشر وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا زر کورنۍ د وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله بې‌ځایه شوي او مرستو ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، که نړیوالې مرستندویه ادارې همکاري ونه کړي، په را روان ژمي کې به بشري ناورین جوړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په غور کې د بې‌ځایه شویو کورنیو د څرګندونو له مخې، د دغه ولایت د کډوالو کمپ کې تر ۹۰ زیاتې خیمې شته چې په زیاترو کې یې دوه درې کورنۍ یوځای سره اوسېږي. دوی له دولت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې ستونزې یې حل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام