Asset 1SWN

تودوخه او د نس‌ناستې ناروغي زیاتوالی؛ یوه میاشت کې یې شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی

Afghan children suffering from severe malnutrition receive treatment at a public hospital in Jalalabad on September 24, 2013. A study on the situation of nutrition in Afghanistan showed that over six percent of children under the age of five suffer from a

په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله اوس دغه روغتون ته د هغو ورتلونکو ماشومانو شمېر چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

د دغه روغتون د او‌پي‌ډي څانګې مسوول پاینده‌محمد صالحي سلام‌وطندار ته ویلي چې هره ورځ دغه روغتون ته له ۱۰۰ ډېر ماشومان چې پر نس‌ناستې اخته شوي، ورځي او له ډلې یې یوشمېر هغه بستر کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «مخکې مو پر نس‌ناستې دوه سلنه اخته ناروغان لرل، خو اوس یې شمېر زیات شوی. موږ هغه ناروغان بستروو چې نس‌ناسته یې ډېره وي، د وجود اوبه یې له لاسه ورکړې وي او خوا یې وګرځي. نورو ته بیا درمل ورکوو چې په کور کې یې وخوري.»

د اندراګاندي روغتون د نس‌ناستې څانګې مسووله فرشته مومند وايي چې د ورځې نږدې ۲۵ ماشومان چې پر نس‌ناستې ناروغي اخته دي، بستروو.

فرشته مومند زیاتوي: «په وروستیو درېوو اوونیو کې د بسترېدونکو ماشومانو شمېر زیات شوی. یوه میاشت مخکې مو د ورځې اته پېښې لرلې. موږ له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان بستروو. یوشمېر ناروغان له ولایتونو راغلي، خو ډېری یې د کابل اړوند دي.»

په همدې حال کې یوشمېر هغه میندې چې ماشومان یې په دغه روغتون کې بستر دي وايي، له څو ورځو راهیسې یې ماشومان پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي دي.

مریم چې درې‌ کلن ماشوم یې پر نس‌ناستې اخته شوی وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې ماشوم په دغه روغتون کې بستر دی. نوموړې وايي: «یوه بل روغتون ته مو بیولی و، دوه شپې هلته بستر و، خو ښه نه شو. دلته مو راوړ. کله چې ډاکټرانو ولیده، ویې ویل چې باید بستر شي. لومړي سر کې یې نس‌ناستې، تبه او خوا بدوالی درلود. تر اوسه هم بېخي ښه شوی نه‌دی.»

د یوه دوه کلن ماشومان مور شبنم هم وايي: «نن مو تازه راوست. ډاکټر وویل چې باید بستر شي. ډېره نارامي یې کوله. نس یې خراب و، سینه‌بغل هم دی.»

بله‌خوا ډاکټران د هوا تودېدل، د ماشومانو وجود ته د ویروس لېږد او د هغو روغتیا ته نه پام د دې ناروغي د زیاتوالي لاملونه بولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو ډاکټر الیاس وايي: «دا ناروغي هم ویروسي او هم انتاني سرچینې لرلی شي. ډېر ناروغان چې موږ ته راځي، ستونی یې هم نیولی وي؛ ځکه انتان د ستوني له لارې د ماشومان وجود ته ننوځي. د هوا تودوخه او د ماشوم پاکوالي ته نه پاملرنه پر نس‌ناستې د ماشوم پر اخته کېدو اغېز لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پرون ویلي چې د تودوخې موسم کې یې د ۱۳۷ زره هغو ماشومانو د درملنې لپاره چمتووالی نیولی چې پر سختې نس‌ناستې اخته وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام