نن دوشنبه د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو د یادې ورځې د نمانځنې په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې هېواد کې وچکالي، سېلابونه او اقلیمي بدلون د چاپېریال د ککړتیا لامل شوی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس حافظ عزیزالرحمن دغه ناسته کې چې نن دوشنبه د غبرګولي ۱۵مه کابل کې جوړه شوې وه، له صنعتکارانو غوښتنه وکړه چې د پلاسټیکي کڅوړو پر ځای دې، کاغذي او نورې کڅوړې تولید کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «موږ له صنعتکارانو او د کارخونو له مسوولانو غواړو چې د پلاسټیکي کڅوړو تولید مخه دې ونیسي او پر ځای دې له کاغذي کڅوړو استفاده وکړي.»
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا له زیاتېدو د اندېښنې ترڅنګ وايي چې د هوا ککړتیا د سرطاني ناروغیو لامل کېږي.
د یاد وزارت سرپرست قلندر عباد وايي، تېر ژمي کې هغه ماشومان چې د ککړې هوا له کبله پر تنفسي ناروغیو اخته شوي، «شمېر یې میلیونو ته رسېږي.»
په ورته مهال د کابل یوشمېر اوسېدونکي له خلکو غواړي چې د چاپېریال ساتنه کې خپله ونډه ادا کړي.
د کابل اوسېدونکي امان احمدزي وویل: «باید ټول د ښار پاک ساتلو کې ونډه واخلي او دا کار یوازې د حکومت اړوند نه دی، بلکې د ټولو خلکو مربوط کېږي.»
په همدې حال کې عبدالهادي چې د کابل ښاروالي کارکوونکی دی، له هېوادوالو غواړي چې د پلاسټیکي کڅوړو پر ځای، کاغذي او نورې کڅوړې وکاروي.
هغه وویل: «ټول ښار کې پلاسټیکونه اچول شوي او سوځول کېږي او زیان یې ټولو خلکو ته رسېږي. خلک باید له پلاسټیکو کڅوړو استفاده ونه کړي او پر ځای یې باید له کاغذي کڅوړو استفاده وکړي.»
د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې سره هممهاله افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) ویلي چې د یادې ورځې په مناسبت یې کندهار کې له خپل دفتر څخه د پلاسټیکي کڅوړو نهکارولو کمپاین پیل کړی چې نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د دې ورځې په مناسبت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې هره ورځ په منځنۍ کچه څه باندې ۲۰۰۰ کانټیره کثافت اوقیانوسونو او سیندونو ته لوېږي.