هر کال د ډسمبر لومړۍ نېټه نړۍ کې پر اېډز ناروغي د اخته کسانو پر وړاندې تبعیض سره د مبارزې، د بودیجې زیاتېدو او پوهاوي ورکړې په موخه نمانځل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې سږ کال هېواد کې پر اېډز ناروغي د اخته کسانو څه باندې ۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د یاد وزارت د وقایوي طب رییس حیدرخان له اېډز ناروغي سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې یوې غونډې ته ویلي چې روان میلادي کال هېواد کې د اېډز ناروغي ۳۲۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د حیدرخان په وینا، سږ کال د اېډز د ثبت شویو ۳۲۲۹ پېښو له ډلې یې ۳۲۳ کسان مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو معین حبیبالله اخندزاده حمید وویل، د اېډز ناروغۍ ټسټ وړیا، محرم او د لاسرسي وړ دی.
نوموړي وویل:«د ایډز ناروغانو ته ټول خدمتونه وړیا او محرم دي. موږ له تمویلوونکو هېوادونو غواړو چې د ایډز ناروغۍ لهمنځه وړلو په موخه عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.»
ادریس چې په ایډز ناروغۍ اخته دی وايي، ککړې ستنې څخه د استفادې له امله، پر دغې ناروغي اخته شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د نشهيي توکو د کارونې پر مهال، ده او ملګري یې له یوې پېچکاري کار اخیسته چې له همدې لارې پر دې ناروغي اخته شوی.
له دې سره یوشمېر روغتیاپالان وايي، اېډز ناروغي د جنسي اړیکې، د ناروغ د وینې او یا هم د ناروغ په وینه د ککړو وسایلو له لارې بل کس ته انتقالېږي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان ۲۰۳۰م کال د اېډز یا «اچایوي» ناروغي د مهارولو لپاره هدف ټاکلی، خو د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرایمو سره د مبارزې ادارې تازه موندنې ښيي چې اېډز ناروغي په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده.