Asset 1SWN

سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت: سږکال د شري ناروغي له امله ۳۰۰ ماشومان مړه شوي

c36e0000-0aff-0242-14fd-08d9ee5c676b_w1200_r1

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، روان ۲۰۲۲ کال هېواد کې د شري ناروغي څه باندې ۱۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د ثبت شویو مثبتو پېښو له ډلې ۳۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وو، د شري ناروغي امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي، د شري ناروغي د مخنیوي لپاره، د ټول هېواد په کچه یې د دغې ناروغي ضد د واکسین کمپاین پیل کړی دی.

نوموړي وویل: «خلک کولای شي چې د خپلو سیمو جوماتونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ته لاړ شي او له نهو میاشتو تر پنځو کلونو پورې خپلو ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکړي.»

د کابل اوسېدونکي لالاګل چې خپل ماشوم یې د درملنې لپاره د اندراګاندي روغتون ته راوړی، وايي چې زوی یې ناروغ و او کله چې ډاکټر معاینه کړ، معلومه شوه چې پر شري ناروغي اخته شوی دی.

نوموړي وویل: «ماشوم مې تبه لرله، سترې یې سرې وې، پزه یې راتله، ټوخېده او اشتهایې نه وه، ورته په اندېښنه کې وو کله مو چې ډاکټر ته راووست، ډاکټر وویل چې ماشومان مو پر شري اخته دی او باید بستر شي.»

روغتیايي مسوولان د شري ناروغي زیاتېدو لامل د واکسین نه‌تطبیق ترڅنګ، کافي خوړو ته نه‌لاسرسی او د بدن د معافیت کمزوری سېسټم بولي.

د ماشومانو د روغتیا «اندراګاندي» روغتون سرطبیب اقبال صادق سلام‌وطندار ته وویل: «خلک باید خپل ماشومان واکسین کړي، څو له یادې ناروغۍ څخه وژغورل شي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، د شري ناروغۍ ټول افغانستان اغېزمن کړی، خو بدخشان، کابل، ننګرهار، کندوز، هلمند، تخار او هرات ولایتونه تر نورو ډېر زیانمن شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام