د روغتیا نړیوال سازمان ویاند کریستین لندمایر وايي چې په افغانستان کې د شري ناروغي مخ په زیاتيدو ده. هغه زیاته کئي یوازي په جنوري میاشت کې له ۱۵۰ ډېر ماشومان مړه شوي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې د دې ناروغۍ شمېر نور هم زیات شي. هغه زیاته کړې: ” په جنوري میاشت د شري د ناروغانو د تلفاتو شمېر دا په ډاګه کوي چې ښایي د دې ناروغۍ تلفات په راتلونکو اوونیو کې نورهم زیات شي.”

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د عامې روغتیا وزارت چارواکي د روغتیا نړیوال سازمان د شمېر په پرتله د شري له امله د مړو شویو ماشومانو شمېر درې چنده کم بولي. خو د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د تېر کال په پرتله د دغې ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه په ډراماتیک ډول لوړه شوې ده.

د عامې ورغتیا وزارت چارواکي د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو د تلفاتو شمير په یوه میاشت کې ۴۵  تنه اعلان کړي او وایي چې د ۲۰۲۱ کال کې تر ۱۲ میاشتو پورې دغه شمېر ۱۰۸ ته لوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي چې دغه وزارت سره د شري واکسین په کافي اندازه شته او د ټول هېواد په کچه یې د رسولو لپاره هڅې روانې دي څو ددې ناروغۍ مخه ونیول شي. هغه زیاتوي: « ۱۶۴۰۴ کسان مو واکسین کړي. مونږ په کافي اندازه د شري واکسین لرو، د ۲.۳ میلیون شاوخوا. »

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د بدخشان سيمه‌ييزو چارواکو په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۷۴ تنه ښودلي وو. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت چارواکي د ټول هېواد په کچه د شري ناروغۍ له امله د مړینې شمېرې ۴۵ یادوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام