د بدخشان محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله ۷۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز‌الدین احمدي سلام‌وطندار ته وايي چې له دوو میاشتو راپدېخوا دغه ولایت کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او د مرکز فیض‌اباد په ګډون په لسو ولسوالیو کې د خپرېدو په حال کې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدي زیاتوي چې تراوسه کومې موسسې او روغتیايي بنسټ له دوی سره مرستې ته نه دي وردانګلي او د یادې ناروغۍ له امله ډېر ماشومان په «کوف‌اب» او «کوهستان» ولسوالیو کې مړه شوي دي.

نوموړی د یادې ناروغۍ نښې نښانې تبه‌، کم خوراکي، د ماشومانو پر مخه د تورو دانو راوتل، ډنګري او بې‌هوښي ښيي. په ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې تراوسه یې د ناروغۍ د خپرېدو لاملونه نه دي پیدا کړي او هغه نړیوال بنسټونه چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، دوی ورڅخه غوښتنه لري چې د یادې ناروغۍ په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

بل‌خوا د بدخشان ولایت اوسېدونکي ماشومانو کې د شري ناروغۍ خپرېدل ګواښوونکي بولي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
دوی زیاتوي، د بدخشان په لرو پرتو ولسوالیو کې چې یاده ناروغي خپره شوې، روغتیايي مرکزونه یې د درملو او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او له همدې امله د مړو شمېر لوړ دی.
د دوی په وینا، شری ساري ناروغي ده او هره کورنۍ کې چې ماشومان پرې اخته شوی، نورو ماشومانو ته یې هم سرایت کړی دی.

د بدخشان اوسېدونکي همداراز له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او که چېرته داسې ونه‌شي، په یاد ولایت کې به فاجعه رامنځته شي.

په همدې حال کې وموغوښتل چې په دې اړه د بدخشان ولایت د روغتیا ریاست مسوولانو نظر هم له ځان سره واخلو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه‌شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیايي برخې مسوولان هر کال د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره کمپاین په لاره اچوي، خو د روغتیا برخې کارپوهان وايي، له مرکز څخه د ولسوالیو لرې واټن، ماشومانو ته پر وخت د واکسین نه رسېدل، د خوړو او درملو کمښت، د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د پراختیا اصلي لامل بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام