بدخشان؛ دوو میاشتو کې د شري ناروغۍ له امله ۷۴ ماشومان مړه شوي
د بدخشان محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي، د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله ۷۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له دوو میاشتو راپدېخوا بدخشان کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او په لسو ولسوالیو کې د خپرېدو په حال کې ده.