د خصوصي سکتور پر ملاتړ د اسلامي امارت ټینګار

د اسلامي امارت مسوولانو نن د اقتصادي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې د افغانستان ځان بسیاینې لپاره پر هڅو او د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ. هغوی وایي، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د کېندنې په ګډون اوږدمهاله پروژې پیل کړي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ناڅاپي رالوېدو صرافان اندېښمن کړي

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي‌ وو.

د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې هر کال ۴۰۰۰۰ کسان پرې اخته کېږي

د اسلامي امارت د روغتیا وزارت نن له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو د «له سرطاني ناروغانو د ساتنې تشه ډکه کړئ» تر نوم لاندې غونډه جوړه کړې وه. د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دغه غونډه کې وویل چې هر کال افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې له ۱۶ تر ۲۰۰۰۰ ناروغان مړه کېږي.

بدخشان؛ دوو میاشتو کې د شري ناروغۍ له امله ۷۴ ماشومان مړه شوي

د بدخشان محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د یاد ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله ۷۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له دوو میاشتو راپدېخوا بدخشان کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او په لسو ولسوالیو کې د خپرېدو په حال کې ده.