د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې ډاکټرانو خپل درملتونونه او لابراتوارونه د اعتراض په ډول تړلي چې ګڼ‌شمېر خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ډاکټران وايي، ښاروالۍ ورته خبرداری ورکړی چې خپل درملتونونه او معاينه‌خانې د ښار يوې بلې سيمې ته ولېږدوي، خو دوی وايي چې پر هټیو او معاینه‌خانو یې زیات لګښتونه کړي او نه غواړي بل ځای ته لاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اشرف چې ګردېز ښار کې درملتون لري، سلام‌وطندار ته وايي، «د دې لپاره ښار تړل شوی چې درملتونه بلندمنزلو ته ولېږدوي. ښار بايد خالي کړي، ښاروال له حق نه تېريږي، سبزي پلورونکي ښار کې نه پرېږدي، ګڼه ګڼه ختموي. په کوم دليل، خلک کوم ځای ته لاړ شي؟ موږ شل او دېرش افغانۍ نه‌لرو چې موږ د بلندمنزولو کرايه ورکړو، عمومي پلورنځي بايد يو مارکېټ ته لاړ شي.»

ګردېز ښاريان د ډاکټرانو نني اعتصاب له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي چې ناروغان يې موټرونو کې کېنولي او په دې تمه دي چې ډاکټران خپل اعتصاب پایته ورسوي.

دې سره ګردېز ښار کې د خوراکي او نورو توکو دوکانونه هم بند شوي دي. ګردېز ښار کې د هټیوالو د ټولنې مشر حاجي همېش سلام‌وطندار ته وويل، نن سهار د خوراکي توکو ترڅنګ رخت پلورنځي، سقاوې او نور دوکانونه د اعتراض په ډول تړل شوي او ښار بند دی.

نوموړي وویل، «موږ دا شی غواړو چې په‌ خپل ځای پاتې شو. دوی د رختونو دوکانونه هم باسي، سبزي منډيي، ډاکټر او درملتونونه بل ځای ته لېږدوي، درزيان يو مارکېټ ته، رختونه بل ته لېږدوي، ښځينه يو ځای نارينه مارکېټ بل ځای، ټول بازار تړل شوی، بازار کې هېڅوک هم نه‌دي پاتي.»

په ورته وخت کې د ګردېز ښاروال شريف الله الهام وويل، ډاکټرانو او د معاينه‌خانو او لابراتوارونو مسوولانو ته يې درې اوونۍ وړاندې خبر ورکړی وو چې مشخص شوي ځای ته لاړ شي.

دی وايي، د دوکانونو په صنف بندۍ سره ښار کې نظم رامنځته کېږي او د ګڼې ګوڼې مخه نيول کېږي. د هغه په وینا، د ډاکټرانو د کاربنديز مسله يې يوه ټاکلي کميسیون ته سپارلې، چې د حل‌لاره ورته وګوري.

هغه سلام‌وطندار ته وویل، «په درېوو اوونيو کې دوی بېخي حاضر نه‌شول، موږ د دوی يو طرف درملتونونه وتړول. د دې پرځای چې موږ ته راشي، مثبت ځواب راکړي، خو دوی نور اعتصاب د شخصي ګټو لپاره وکړ، قانون تطبيقول مهم دي. که په ښار کې وي او له ښاره د باندې وي، قانون بايد تطبیق شي، دوی ډېری یې ناقانونه دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ګردېز ښاروال په تېرو څو مياشتو کې د ښاري نظم لپاره صنف بندۍ پيل کړي چې تراوسه يې قصابان، ګلان پلورنکي، سبزي پلورنکي او مستريان د ښار نورو مناسبو برخو ته لېږدولي او تر ډېره خلک هم دا چاره مثبته بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام