Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: امریکا لاهم نامعقوله غوښتنه لري

اسماعیل بقايي

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي، امریکا لا هم «نامعقولې غوښتنې» مطرح کوي.

هغه نن دوشنبه یوې غونډې ته وویل، ایران چې تېره ورځ پاکستان ته د امریکا د وړاندیز په اړه کوم ځواب استولی، معقول او مسوولانه وو.

هغه ویلي: «له بده‌مرغه امریکايي لوري لا هم د هغو ذهنیتونو پر بنسټ چې تر ډېره د اسراییل له لوري جوړ او تبلیغ شوي، پر خپلو یو اړخیزو لیدلورو او نامعقولو غوښتنو ټینګار کوي.»

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه سیمې ته د فرانسې او برتانیې د جنګي بېړیو د استولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي، د هرمز تنګي مسئلې ته د اروپا داخلېدل د هغوی په ګټه نه دي او هر ډول مداخله به یوازې وضعیت لا پېچلی کړي.

دا داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن د سولې وړاندیز ته د ایران غبرګون «په بشپړ ډول د نه‌منلو وړ» بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام