په پکتيا او خوست ولایتونو کې ډاکټرانو او د روغتيا برخې کارکوونکو د عامې روغتیا وزارت له لوري له تېرو څلورو مياشتو د دوی د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې کاربندیزکړی او په دغه ولایتونو کې یې د عامې روغتیا ریاست دروازې د اعتراض په توګه تړلي دي.

دوی نن سهار پکتيا حوزوي روغتون کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو او د څو ساعتونو لپاره يې کار بندیز وکړ. په خوست ولایت کې هم په ورته ستونزو او د درملو د کيفيت په ټيټوالي د عامې روغتيا رياست دروازه د ډاکټرانو له لوري د اعتراض په ډول وتړل شوه.

دغه اعتراض کوونکي ډاکټران وايي، د عامې روغتيا وزارت او اړونده موسیسو یې په خپل وخت معاشونه نه اجرا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا ولایت یو ډاکټر محمدنبي وایي، د روغتیايي برخې ټولو کارکوونکو دا پرېکړه کړې، که یې د یوې میاشتې په ترڅ کې معاشونه ور نه کړل شول، دوی به پر کاربندیز لاس پورې کړي.

په ورته وخت کې د خوست ځایي اوسېدونکی او د دې ولایت یو ډاکټر صدیق الله وایي چې د عامې روغتیا وزارت له دوی سره ژمنه کړې وه چې په یوه اوونۍ کې به ورته د څلورو میاشتو معاشونه ورکړل شي، خو معاشونه یې تراوسه نه دې اجرا شوي. نوموړی وایي، دوی اړ شوي، څو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست دروازه وتړي.

د پکتيا حوزوي روغتون ته راغلي ناروغان وايي، د ډاکټرانو د کاربنديز له امله په ستونزو کې دي او له عامې روغتيا وزارت څخه د مناسبو خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه کوي.

د عامې روغتيا وزارت مسوولان د معاشونو د ځنډ خبره مني او وايي، د خوست او پکتیا ولایتونو د ډاکټرانو معاشونه له دې امله ځنډېدلي چې د ولسي جرګې له لوري بوديجه په ځنډ تصويب شوه.

د عامې روغتيا وزارت وياند دستګیر نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې ډېر ژر به د پکتيا او خوست ولایت د روغتیایي برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.



نوموړی وایي: « څرنګه چې تاسو په جريان کې ياستئ، سږ کال بوديجه په ځنډ تصويب شوه، په ولايتونو کې د موسیساتو له لوري د معاشونو تطبيق کېږي، موږ مجبور يو، چې مراحل يې خلاص شي او بوديجه ولېږدو، لږ وخت نيسي ، په ډېر نږدې وخت کې به د دوی معاشونه ولېږدول شي.»

د خوست او پکتيا ډاکټران او د روغتیا د برخې کارکوونکي د معاشونو د ځنډ تر څنګ نيوکه کوي او وایي، د درملو کیفيت ټيټ دی او په ډېره کمه کچه روغتونونو او کلينیکونو ته رسېږي چې د ډېرو کمو ناروغانو درملنه پرې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام