د پکتيا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالي د پوهنې مسوولان په دې ولسوالي کې د ښوونکو له کموالي څخه په نیوکې سره وايي، د يوې لېسې په ګډون د شپږو منځنيو او درې لومړنيو ښوونځيو د تدريس لپاره ۱۴ ښوونکي لري او ډېری زده کوونکي د ښوونکو د کمښت له امله له زده کړو بې برخې شوي دي.

د ګردې څېړۍ ولسوالي د پوهنې مدير همايون سلام‌وطندار ته ویلي چې په وار وار يې د ښوونکو د کمښت ستونزه د پکتیا ولایت له پوهنې رياست سره په ليکلې او شفاهي بڼه شريکه کړې، خو تراوسه يې د ستونزې د هواري لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

نوموړی وايي، د ښوونکو د کموالي له امله د دې ولسوالي په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېرکم شوی او ګڼ‌شمېر کورنۍ نه غواړي ښوونځيو ته ماشومان ولېږي. د هغه په وینا، د دې لپاره چې ښوونځي سقوط ونکړي یوازې ۱۴ ښوونکي پر تدریس بوخت دي او شل، شل دقیقې درس ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، په دې ولسوالي کې د پوهنې بهیر په نشت حساب دی او دا ستونزه یې په رسمي توګه له پوهنې ریاست سره شریکه کړې، خو تراوسه یې په اړه چا غوږ نه دی ګرولی.

بل‌خوا د ګردې څېړۍ ولسوالي کې د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، له ډېرو لرو پرتو سيمو څخه ښوونځیو ته پلی مزل کوي، خو ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي له امله درسونه نه وي او ورځ یې هسې بې‌ځایه تېرېږي. د دوی په وینا، د ښوونکو د کموالي ترڅنګ، د دوی په ښوونځیو کې د لوست کتابونه هم کم دي او په یوه کتاب څلور زده کوونکي راټول وي او درس لولي.

دوی اندېښنه ښيي که یې پر وخت دې ستونزې ته پام و نه شي. د دې ولسوالي ګڼ‌شمېر ماشومان به له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، په ډله‌یيز ډول يې د پکتيا له ولايتي ادارې او پوهنې ریاست سره د ښوونکو د کموالي ستونزې ترڅنګ، نورې ستونزې هم شريکې کړي خو تراوسه یې د هواري لپاره د اړوندو چارواکو له لوري اقدام نه دی شوی.

د ګردې څېړۍ ولسوالي اوسېدونکی رحمان ګل وايي، زده‌کړې ته ډېر لېوال دی، خو په ښوونځیو کې یې د ښوونکو کموالي ستونزې له کبله په اوونۍ کې یوازې درې ورځې ښوونځي ته د زده‌کړو لپاره ورځي.



د پکتيا ولایت د پوهنې رياست مسوولان يادې ستونزې مني او وايي، د دې ولسوالي په ګډون يې د درې ځدراڼ مېشتو ولسواليو د پوهنې وضعيت د څېړلو لپاره مسلکي پلاوی ټاکلی چې د دې ولسوالیو د پوهنې په برخه کې ټولې ستونزې راټولې کړي.

د پکتيا د پوهنې ریيس کوچی ځاځی وايي، په ټول پکتیا ولایت کې ۲۵۰۰ ښوونکي کم دي او په دې اړه يې له مرکزي ادارې سره خپلې ستونزې شريکې کړې دي.

د هغه په وینا، دوی په پکتیا ولایت کې د پوهنې په برخه کې د تشکیل ستونزه لري او که یې دا ستونزه هواره شي، د دغه ولایت ټولو ولسوالیو کې به د پوهنیز نظام انډول برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وړاندې د درېوو ځدراڼ مېشتو ولسواليو اوسېدونکو د پوهنې رياست دروازه د اعتراض په ډول وتړله او شکايت یې کاوه چې د دوی ښوونځيو ته پام نه کېږي او د يادې ادارې مسوولان یې پر فساد او توپيري چلن تورن کړل، خو د پوهنې ریاست چارواکي پرې لګېدلي تورونه نه مني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام