د پکتيا یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې ځينې ډاکټران او درملتون‌لرونکي پر ناروغانو بې‌کیفیته او غیرمعیاري درمل پلوري چې د درملنې پر ځای یې زیان ډېر دی او د ناروغانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی وايي، ځینې ډاکټران د مشخصو کمپنيو بې‌کيفيته درمل پکتيا ته لېږدوي او بیا یې د درملتون‌لرونکو له لارې پر خلکو پلوري. د هغوی په وینا، د همدغو کمپنيو له‌خوا بيا هغه ډاکټران چې زيات درمل وپلوري، بهرنيو هېوادونو ته د چکر لپاره بيول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پکتیا کې ناروغ انجینیر بابري سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری درملتونونه له ډاکټرانو سره اړيکه لري، دوی خپله فيصدي لري، يو خو دوی له کمپنيو سره رابطه لري، هغه کمپنۍ چې په بهر کې ايران او پاکستان کې وي هغوی ته دوی خپل فرمايش ورکوي، د درملو کيفيت ټيټ وي او قيمت يې لوړ وي، پرته له شکه چې په دې کې د ډاکټرانو فيصدي شته، هم له درملتون څخه او له کمپنۍ څخه.»

دوی له ځايي مسوولينو غواړي چې د بې‌کفيته او تاريخ تېرو درملو مخنیوی وکړي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزی وايي، د درملو هغه شرکتونه يې بند کړي چې ګردېز ښار او د نورو ولسواليو لپاره يې بې‌کفيته درمل ورکول.

هغه وویل، دوه اوونۍ وړاندې ګردېز ښار کې د درملو ۷ هغه شرکتونه وتړل شول چې په درملتونونو یې بې‌کفيته درمل پلورل.

نوموړي وویل: «پکتيا کې د بې‌کفيته درملو پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، دې برخه کې د عامې روغتيا ریاست او ورسره ګډ ټيم هڅې پيل کړي چې تر دې مهاله پورې، نږدې لس درملتونونه تړل شوي، ګردېز کې او نور ځاینونو کې د پلټنې بهير جريان لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتيا چې ګاونډي پاکستان سره ۴۲ کيلومتره ګډه پوله لري، زياتره بې‌کيفيته درمل په قاچاقي ډول دې ولايت ته راوړل کېږي. همداراز پکتیا کې د درملو د کیفیت د کنټرول برخې نه‌شتون هم هغه څه دي چې د غیرمعیاري درملو پلورلو ته یې لار هواره کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام