Asset 1SWN

کندوز کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي درمل‌پلورونکو په اړه شکایت؛ «څارنه او پوښتنه نشته»

IMG-20230503-WA0057

د کندوز د خان‌اباد ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د دې ولسوالي په درملتونونو کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي درمل‌پلورونکو د زیاتوالي په اړه ګیلې لري. د خان‌اباد ولسوالي اوسېدونکی نجیب‌الله وايي، د روغتیايي مسوولانو نه څارنه لامل شوې چې نامسلکي کسان په خپل سر دې ولسوالي کې درملتونونه جوړ کړي.

هغه زیاتوي: «اړتیا نشته چې په یوه کوچني ښار کې ۲۰ یا ۲۵ درملتونونه جوړ شي. هغه هم د هغو نامسلکي کسانو له لوري چې مخکې به یې کچالو یا پیاز پلورل. په هره کوڅه کې یو درملتون دی. داسې کسان په دغو درملتونونو کې شته چې سواد نه لري او یوازې درمل پلوري. څارنه او پوښتنه نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړی په دې اړه اندېښنه لري او وايي، که دا مسله وڅېړل شي، په یادو درملتونونو کې به ډېر تاریخ‌تېره درمل پیدا شي. نجیب‌الله په دې برخه کې د حکومتي مسوولانو د جدي پام غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د خان‌اباد ولسوالي اوسېدونکی نورالحق هم د دې ولسوالي په درملتونو کې د بې‌کیفیته درملو او نامسلکي کسانو پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي: «په ډېره لوړه بیه یې پلوري؛ هغه درمل چې په ۲۰ افغانیو وو، ۵۰ افغانۍ او هغه درمل چې په ۴۰ افغانۍ وو، په ۱۰۰ افغانۍ شوي. روغتیايي مسوولان یې هېڅ نه څاري او موږ له حکومتي مسوولانو غواړو چې دا موضوع وڅاري.»

خو یوشمېر درمل‌پلورونکي چې په خان‌اباد ولسوالي کې کار کوي، وايي چې له فارسي فارغ شوي او سندونه یې هم د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوي دي.

یو درمل‌پلورونکی عتیق‌الله وايي چې په دې ولسوالي کې نامسلکي کسان نشته او که وي هم، په لرې پرتو سیمو کې به پټ کار کوي. نوموړی زیاتوي: «ما خپله له څلور میاشتو راهیسې درملتون جوړ کړی؛ البته خپل ټول سندونه مې اخیستي. د فعالیت اجازه یې راکړې. نامسلکي او بې‌سندونو فارمسستان کار نه‌شي کولای؛ ځکه چې د خان‌اباد ولسوالي د عامې روغتیا څارنیزه ډله په همدغو کسانو پسې ګرځي.»

د خان‌اباد ولسوالي ډاکټران بیا وايي چې خلک ډېر کله ډاکټر ته د تګ پر ځای، درملتونونو ته ورځي او د ناروغي له تشخیص پرته درمل اخلي او دا پر درملتونونو د خلکو د باور کموالي لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو داکټر محمدحنیف زیاتوي: «هغه کسان چې شکایت کوي او وايي چې د کچالو او پیازو پلورونکو درملتونونه جوړ کړي، کله چې پوهېږي، نه دې ورځي او درمل دې ترې نه پېري.»

خو د کندوز د خان‌اباد ولسوالي د روغتیا امریت مسوولان وايي، څارنیزې ډله یې هره میاشت د ښار پر درملتونونو ګرځي او تاریخ‌تېره درمل هم را ټولوي. د خان‌اباد ولسوالي د عامې روغتیا آمر محمدصابر اسرار که څه هم په درملتونونو کې د زړو درملو موجودیت مني، خو زیاتوي چې د خان‌اباد ۸۰ سلنه درمل‌پلورونکي مسلکي کسان دي او سل سلنې ته د دې کچې رسېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام