Asset 1SWN

د هېواد روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتون په اړه د خلکو شکایت

01160000-0aff-0242-9b5d-08da78701289_w1200_r1

یو‌شمېر هېواد‌وال په روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتون له کبله د شکایت ترڅنګ وايي، ځینې ډاکټران چې د دوی ناروغي نه‌شي تشخیصولی، نورو روغتونونو ته یې لېږي.

د فاریاب اوسېدونکی صمد سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د متخصصو ډاکټرانو د نشتون له امله خلک اړ دي، هغو ډاکټرانو ته مراجعه وکړي چې کمه تجربه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د جراحي، داخلې او نورو برخو کې موږ مسلکي او متخصص ډاکټران نه‌لرو، هغه ډاکټران دي چې تازه فارغ شوي، کمه تجربه لري او خلک تداوي کوي او خلک هم اړ دي چې هغوی ته ورشي او درمل ترې واخلي.»

په ورته مهال د یو‌شمېر دولتي روغتونونو مسوولان هم په غیرمستقیمه توګه روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتون او کمښت تاییدوي.

د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وویل: «د افغانستان په کچه د متخصصو ډاکټرانو د کمښت ستونزه شته، که ولسوالیو کې متخصص ډاکټر وي، نو ناروغ به کابل ته مراجعه نه کوي. په ټوله کې افغانستان کې ستونزه شته او همدلته خیرخانه کې بستر کم دي، کدرونه او پرسونل کم دي او ډاکټران هم کم دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې داسې مهال د متخصصو ډاکټرانو د کمښت ستونزې په اړه شکایتونه کېږي چې په وروستیو ورځو کې د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د یوې غونډې پرمهال له هغو افغان ډاکټرانو چې له سقوط وروسته بهر تللي، غوښتنه کړې چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام