Asset 1SWN

کابل ښاریان د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اړه شکایت کوي

_93177401_13

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اړه شکایت کوي او د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې د هوا ککړتیا مخه ونیسي. د کابل ښار اوسېدونکی رفېع‌الله اميني چې د هوا ککړتيا له کبله ناروغ شوی، وايي: «زه چې دباندې کاروبار کوم، ځینې وخت د هوا ککړتیا له امله مې سترګې او ستونی خوږېږي. دا ککړتیا چې له دود څخه جوړه شوې، زما د ناروغېدو لامل کېږي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وحيدالله بیا وايي، که مسوولان د هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره لاس په‌کار نه‌شي او روان وضعیت همداسې دوام وکړي، پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر به زیات شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «هوا ډېره ککړه شوې او تر راتلونکو شلو ورځو ښايي نوره هم خرابه شي. کېدای شي د سترګو لوڅول او اکسیجن اخیستل هم ډېر سخت شي. باد هم نه وي او ککړه هوا بېخي ډېره را ټولېږي.»

د کابل ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکى جمشيد هم له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د هوا د ککړتيا مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي. نوموړی وايي: «موږ له مسوولانو غواړو چې فلټرونه کنټرول کړي. کابل ښاروالي دې د هغو لوړپوړیزو ودانیو فټلورنه کنټرول او وګوري چې د ډبرو سکاره کاروي.»

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې چارو یوشمېر کارپوهان په کابل ښار کې د وګړو د شمېر زیاتوالی، د صنعتي پارکونو فعالیت، وچکالي، له ډبرو سکرو او دود ورکوونکو توکو څخه د ښاریانو ګټه اخیستنه د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بولي.

د چاپېریال ساتنې چارو کارپوه عبدالهادي اڅکزی وایي، خلک هم باید د هوا د ککړتیا کمولو په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي. هغه زیاتوي: «حکومت دې خپلو سرچینو ته په کتو پر ودانیو او هغو کارخونو جریمې ولګوي چې په صنعتي پارک کې دي.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسوولان هم تاییدوي چې د تېرو دوو میاشتو په پرتله په دې وروستیو ورځو کې د هوا ککړتیا زیاته شوې ده. د دغې ادارې د هوا ککړتیا د کنټرول برخې مسوول بصیر امین وايي، دا اداره له نورو اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د هوا ککړتیا کنټرول کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د کابل ښار د انتاني روغتون مسوولان وايي، د هوا ککړتیا د ساري ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي. د دغه روغتون یو ډاکټر فریدالله عمري وايي: «کله چې موږ له کوره راوځوو، ماسک کاروو او که څوک پر تنفسي ناروغیو اخته کېږي، باید په کور کې هم ماسک وکاروي او شخصي وسایل یې له نورو جلا شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل هوا د ککړتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي وو او دغه ښار د نړۍ له ککړو ښارونو څخه بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام