Asset 1SWN

کابل کې د ښځو دایمي نندارتون؛ صنعت‌کارانې: اوونۍ کې یوازې یو پېرودونکی لرو

ی

په کابل ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو د یوازیني دایمي نندارتون پلورونکي وايي، د دغه نندارتون د نامناسب ځای له کبله یې پېرودونکي کم شوي دي. په دغه نندارتون کې چې د کابل ښار د شهرارا په ګوښه کوڅو کې جوړ شوی، ۴۰ ښځینه پر کار بوختې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مستوره او مینه هغه دوه ښځې دي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې په خپلو لاسونو جوړې کړې افغاني جامې، بکسونه او څپلۍ نندارې ته ايښي وايي، په میاشت کې تر دوو زیات پېرودونکي نه‌ لري. دوی زیاتوي:

«دا ځای ګوښه دی، څوک نه راځي. که یو سم ځای وي، ښه دی چې نندارتون پېرودونکي ومومي. موږ کوم شرکت او اومه توکي نه لرو. ډېر زیار او لګښت غواړي. اومه توکي لوړ دي، خو بیا هم پېرودونکي نشته. په یوه میاشت کې تر دوو پېرودونکي لرو، چې راشي وايي، موږ خبر نه وو.»

«دلته پېرودونکي نه لرو. یوه اوونۍ کې یو پېرودونکی لرو. دلته پېر نشته. د اومه توکو بیه لوړه ده، تار ډېر لوړ دي.»

بله‌خوا د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولان او د دغه نندارتون جوړوونکي هم وايي چې د یاد نندارتون ځای مناسب نه‌دی؛ ځکه یې نندارچیان او پېرودونکي کم دي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د کورني او بهرني نندارتون امره شیلا نبي‌زاده وايي: «د دغه نندارتون د جوړېدو موخه مو دا وه، څو هغه ښځې چې تولیدات لري، ټولې وکولای شي خپل محصولات نندارې ته کېږدي او یو بازار ورته جوړ شي. تراوسه څوک سم نه پوهېږي چې دلته دایمي نندارتون دی او د ورځې شل کسان یې لیدو او پېرلو ته راځي.»

په ورته وخت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشره سلما یوسفزۍ وايي، ټاکل شوې راتلونکې میاشت دغه نندارتون ته د ورتلونکو کسانو د شمېر کموالي له کبله د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو لپاره په یوه ښه ځای کې ځانګړی بازار جوړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، هڅه کوي چې د ښځو د کاري پرمختګ لپاره په کابل او ولایتونو کې د ښځو لاسي صنایعو لپاره دایمي نندارتونونه زیات او ورته پر لیکه/انلاین پلورنځي هم جوړ کړي.

په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو د یوازیني دایمي نندارتون مسوولان او پلورونکي لوړه مالیه، د اومه توکو د بیو لوړېدل او د کورنیو او بهرنیو ملاتړو نه‌ موجودیت په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام