Asset 1SWN

د هوا ککړتیا مخنیوی؛ کابل کې دود تولیدونکي موټر راټولېږي

ca29b05789a94f788e3fcecabfd61d4d_18

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې کابل کې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه یې د دود تولیدونکو موټرو د راټولولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولانو په وینا، دغه کمېټه به له دې وروسته کابل ښار کې هغه موټر راټولوي چې ډېر دود تولیدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند فرید فرهنګ سلام‌وطندار ته وویل: «توصیه او اطلاعیه مو ورکړې هغه موټر چې انجنونه یې خراب دي، مخکې له مخکې دې کابل ته وارد کړي، ترمیم دې کړي او هغه موټر چې دود تولیدوي، د کابل ټرافیک به جواز سیر ترې اخلي او فعالیت به یې ځنډوي.»

د کابل ټرافیکو ریاست مسوولان هم وايي چې کابل ښار کې شاوخوا ۶۰۰زره موټره شتون لري چې له ډلې یې زرګونه داسې موټر دي چې ډېر یې دود تولیدوي. د کابل ټرافیکو ریاست مسوولان له موټرچلوونکي غواړي چې خپل موټر ترمیم کړي، ګنې جواز سیر به ترې واخیستل شي.

د کابل ټرافیکوریاست د پلان او پالېسۍ مدیر عبدالودود خیرخواه وايي چې کابل ښار کې د دود تولیدونکو موټر د مخنیوي لپاره یې د ښار بېلابېلو سیمو کې څارونکې ډلې ګومارلې دي.

نوموړي وویل: «څارونکې ډلې د کابل ښار شاوخوا سیمو کې ګومارل شوي دي، نږدې ۲۱ کسان کېږي، په زرګونه داسې موټر شته چې دود تولیدوي.»

بل‌خوا د چاپېریالي چارو کارپوه سیدقیوم هاشمي وايي چې د موټرو دود د هوا ککړتیا ترڅنګ د سترګو او سرطان ناروغیو لامل کېږي.

نوموړي وویل: «باید ځینې ګامونه واخیستل شي چې د موټرو تخنیکي ستونزې حل شي او باید موټرو کې د بې‌کیفیته موادو له استفادې ډډه وکړل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د چاپېریالي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي، که د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې کوټلي ګامونه وانه‌خیستل شي، مرګونې پایلې به ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام