Asset 1SWN

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

53acbcec-0d79-4ec1-995d-77fecc8082de

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن پنج‌شنبه د کب ۱۲مه پلازمېنه کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو دویم کمپاین پیل کړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو د یاد کمپاین د پرانېستې مراسمو ته وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نورو هېوادونو په پرتله تر ډېره اغېزمن شوی او نړۍ باید له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مسوولانو په وینا، نړیوال بنسټونه دې هېواد کې د عامه خدمتونو ځنډول شوې پروژې او پروګرامونه بېرته پیل کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست زین‌العابدین عابد وویل: «هر څوک دې دوه نیالګي کېنوي، یو د ځان او بل د راتلونکي نسل لپاره او موږ له نړیوالو بنسټونو غواړو چې خپلې نیم‌ګړې پروژې بېرته پیل کړي.»

د یاد کمپاین پرانېستې مراسمو ته د کابل ښاروالي مسوولان وايي، سږ کال به پلازمېنه کې ۶۰۰زره نیالګي کېنوي.

د کابل ښاروالي د سرسبزۍ رییس عبدالوکیل متوکل وویل: «موږ له له ښاریانو غواړو چې نوي کال کې یو نیالګی کېنوي او همداراز له ټولو غواړو چې د نیالګیو په ساتنه کې ونډه واخلي.»

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي بیا له خلکو غواړي چې د نیالګیو کېنولو کمپاین کې برخه کې برخه واخلي. د کابل اوسېدونکی فرید‌الله وايي چې یوه ونه ۴۰ کسانو ته اکسیجن برابروي او په وینا یې، هېواد‌وال باید نیالګي کېنوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ دی چې کابل ښاروالي هر کال د ښار بېلابېلو برخو کې زرګونه مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي کېنوي چې ډېری یې د خلکو او مسوولانو د نه‌‌پاملرنې له امله وچېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام