د پاکې هوا نړیواله ورځ سږکال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره د دې ورځې د نمانځنې په اړه هېڅ پروګرام نه‌لري.

نن د سپټمبر اوومه د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره د یوه نړیوال اقدام رامنځته کېدو په هدف د سپټمبر اوومه «د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیوالې ورځ» په نوم، نومولې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دغه ورځ د نړۍ نور هېوادونه د یو لړ پروګرامونو له لارې خپل خلک د هوا ککړې د مخنیوي په موخه تشویقوي.

خو د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ویاند سخي سخا بیا سلام‌وطندار ته وايي چې دغه اداره د پاکې هوا نړیوالې ورځې په اړه هېڅ پروګرام نه لري.

دا په داسې مهال ده چې د وروستیو کلونو پرمهال ککړه هوا د پلازمېنې کابل د اوسېدونکو لپاره په یوې سترې ننګونه بدله شوې، داسې چې ځینو ته یې د ساه لنډۍ، زړه ناروغۍ پیدا کړي او ځینې یې د مرګ تر پولې رسولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د مخکیني حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، کابل کې ککړې هوا هر کال د شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسانو ژوند اخیست. همداراز افغانستان کې د  ۳۰سلنه سرطاني ناروغیو د رامنځته کېدو لامل هم ککړه هوا ښودل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام