د پلازمېنې اوسېدونکي د هوا ککړتیا څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د ژمي په رارسېدو سره به په دغه ښار کې د بې‌کیفیته ډبرو سکرو او لرکیو استعمال ډېر شي او دا به د دې لامل شي چې د پلازمېنې کابل هوا لا پسې ککړه شي.

دوی د نفوسو زیاتوالی، له بې کیفیته تېلو څخه استفاده او د ورښت کموالی د هوا د ککړتیا اصلي لامل بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کابل ښار اوسېدونکي وایي چې ورځ تر بلې د هوا ککړتیا ډېرېږي او دوی د چاپېریال ساتنې له ادارې او ښاروالۍ څخه غواړي چې د کابل د هوا ککړتیا د کمولو لپاره عملي پلانونه جوړ او پلي کړي.

که څه هم د چاپېریال ساتنې اداره د خپلو پلانونو په اړه څه نه وايي، خو د کابل ښاروالۍ د رسنیو مسوول نعمت بارکزی وايي چې د لوړو ودانیو، حمامونو او رسټورانټونو خاوندانو ته د فلټر د لګولو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت مسوولان د هوا د ککړتیا له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې د هوا ککړتیا په هېواد کې د مړینې اصلي لامل دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مسوولانو په وینا، ۸۰ سلنه ناروغان چې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي، له تنفسي ستونزو سره مخ وي چې لامل یې د هوا ککړتیا ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام