هغه ځوان چې په کډوالۍ کې له خوارۍ او زیار وروسته یې خپلې کورنۍ ته څه نا څه ښه ژوند برابر کړی و، خو د پلار مړینې یې دغه خوشحالي ور څخه واخیسته او اوس یې د کډوالۍ په سختو شپو او ورځو کې د پلار ملاتړ او مینه نشته چې دی ترې ډاډ ترلاسه کړي.

لطیف ۳۰ کلن ځوان دی چې یو زوی او یوه لور لري او د کابل اوسېدونکی دی. د هغه دنده خیاطي یا د جامو ګنډل دي. لطیف د خپلې کورنۍ مشر زوی دی او د خپلې ۱۳کسیزې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.

د خپلې لویې کورنۍ او د کم عاید درلودو له امله هغه منظمه کډوالي کوي او اماراتو هېواد ته ځي. کله چې لطیف د افغانستان خوشې کولو پرېکړه کوي، خپل دوکان پلوري او په ۷۲۰ ډالرو اماراتو ته روانېږي.

«زمونږ دنده خیاطي ده او دلته وضعیت داسې وو چې په روان کاروبار مو د کور مصرف د دوکان کرایه نه‌ شوه پوره کولای. امنیتي ستونزې وې، کار نه و. نو ځکه مې وغوښتل چې هېواد څخه بهر لاړ شم. قانوني سفر مې وکړ. کورنۍ سره مې مشوره وکړه، ځکه کله چې د مور او پلار دعا درسره نه وي، هېڅ کله دې کاروبار نه ښه کیږي. پیسې مې مصرف کړې، پاسپورت او ویزه مې واخیسته، اماراتو هېواد ته لاړم چې یوازې په تلو مې ۷۲۰ ډالره مصرف راغی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لطیف یوازې ۲۰ ورځې اماراتو کې کار وکړ چې د کورونا ویرووس خپرېدو د کارونو د ځنډېدو او قرنطین لامل شو. دا چې لطیف کډوال و او د دغه هېواد په رسمي ژبه نه پوهېده ډېرو ستونزو سره مخ شوی وو. خو بیا یې هم خپلې هیلې له لاسه ور نه کړې او د کار په لټه کې وو.

هغه تر یوې میاشتې وروسته توانېدلی چې کار پیدا کړي، خو د پلار مړینې یې د کار ترلاسه کولو خوشالي بېرته په غم بدله کړه.

«کورونا ټولو هېوادو ته زیان رسولی. خو تر نورو زیات په کډوالو یې ډېر بد تاثیر کړی، ډېرو ستونزو سره یې مخ کړي. نه‌ شو مې کولای چې د کوټې کرایه پوره کړم. د قرنطین له ختمېدو وروسته، د کار په لټه کې وم، یوه میاشت کار پیسې وګرځېدم، هر قسم کار کولو ته حاضر وم، دوکاندارانو نه مې پوښتنه کوله چې کاریګر ته اړتیا نه لرئ. بلاخره مې یو کار پیدا کړ، ډېر خوشاله وم، یوه میاشت مې نه وه تېره کړې چې د پلار د مړینې خبر را ورسېده او زه اړ شوم چې افغانستان ته راشم.»

جګړې، بې‌وزلي، ناامنۍ او بې‌کارۍ یوازې لطیف کډوالۍ ته نه دی اړ کړی، بلکې کلونه کېږي چې دغه ښکارنده لامل شوې چې ګڼ‌شمېر نور ځوانان هم د منظمې او نامنظمې کډوالۍ لاره غوره کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار سید عبدالباسط انصاري وايي، دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یو ځای، بهر ته د کډوالو د لېږلو په برخه کې کار کوي او ټاکل شوې ۲۰ زره کسان د کار لپاره عربي هېوادونو ته ولېږدول شي.



 انصاري د لطیف په څېر د کسانو برخلیک په اړه وايي: «کوم کسان چې په خپل سر عربي هېوادونو ته ځي او غواړي هلته کار وکړي، طبیعي خبره ده چې هر هېواد ځانته قوانین لري. ډېره ستونزمنه ده چې ځان ته دې کار پیدا کړي. د کورونا لومړۍ څپه هم د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه هغو هېوادونو کې چې افغان کډوال په کې اوسېږي یو ګواښ وو. د قرنطین شرایط ان افغانستان کې د کار وضعیت خراب کړی و، چا چې ازاد کار درلود مشکل سره مخ شوي وو. له بده‌مرغه د کوم هېواد چې تاسو یادونه وکړه، مونږ په کې استازولۍ نه لرو. هغو هېوادونو کې چې د کډوالو چارو وزارت نماینده‌ګي نه‌لري، کډوال کولای شي د خپلو ستونزو حل د لپاره د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي.»

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، د بې‌کارۍ مهار لپاره دغه وزارت پر یوې داسې تګلارې کار کوي چې له مخې به یې بهر ته افغان کارګر استوي.

«کله چې مونږ د کارګارانو د لېږلو پروګرام پیلوو، واضح ده چې دلته د دولتي ادارو ترمنځ هوکړه شتون لري. انشاالله چې هوکړه به لاسلیک شي. مونږ د کارګر پر لېږلو پروسې کار کوو. تراوسه هېواد څخه بهر د کارګر د لېږد پر پروګرام کار نه وو شوی، له نېکه مرغه مو نن دا پروسه پیل کړې، زمونږ خبرې روانې دي او امارات یوازینی هېواد دی، چې مونږ ورسره رسمي هوکړه لاسلیک کړې ده.»

احمدزی له هېواد څخه بهر ته د کارګرانو لېږلو څخه موخه نامنظمو کډوالیو څخه مخنیوی بولي.

بهرنیو هېوادو ته د افغانانو کډوالي هغه ننګونه ده چې په دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو کچې لوړېدو سره، نوره هم پراخه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام