امرالله چې د پکتیا اوسېدونکی دی، شاخوا دوه کاله وړاندې له قانوني سندونو پرته یوه اروپايي هېواد ته د سفر موزې پر پښو کړي او په ډېرو ستونزو يې ځان تر فرانسې رسولی دی.

هغه وايي، د امنيتي او اقتصادي ستونزو له امله اړ و چې د قاچاقیانو پر مټ لومړی پاکستان، بيا ايران او له هغه وروسته ترکیې، بلغاريا، سربيا، ايټاليا او نورو هېوادونو څخه تر اوښتو وروسته په اوو مياشتو کې ځان فرانسې ته ورسوي.

د نوموړي په وینا، د لارې اوږدو کې یې مرګ په سترګو ليده او د بلغاريا پولیسو د دغه هېواد پر پولو د انسانانو مخنيوي او وېرې لپاره مسافر په سپيو داړل.

امرالله زیاتوي، سره له دې چې فرانسه کې یې یونیم کال پوره کېږي، خو د قانوني سندونو نه‌ لرلو له کبله لا هم نه‌دی بریالی شوی چې د فرانسې هېواد قبولي ترلاسه او خپلې چارې پر مخ يوسي.

د هغه په خبره، د ده په ګډون، ګڼ‌شمېر افغانان د ژبې زده‌کړې او د سندونو اخيستو ته سترګې پر لاره دي. دغه ځوان وايي، دوی په يوه کمپ کې ژوند کوي او لا ورته په رسمي ډول د کار کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د امرالله په وینا، په فرانسه کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دی او لا هم نه‌ پوهېږي چې کله به يې په دغه هېواد کې قبولي کېږي. هغه زیاتوي، بهر ته له قاچاقي لارو تګ د مرګ خولې ته د ځان ورکولو په مانا دی او پر یادو لارو د وهلو ټکولو په ګډوڼ، ګڼې نورې ستونزې دي چې کډوال ورسره مخامخېږي.

نوموړی له نورو ځوانانو غواړي، که پر هغو پيسو چې نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره یې قاچاقیانو ته ورکوي، په هېواد کې پرې ځان ته کوچنی کاروبار برابر کړي، ګټه یې ډېره ده.

په پکتيا کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبیدالله مرهوني وايي، هڅه کوي چې کډوال په عزت او خوندي دول بېرته هېواد ته را ستانه شي.

د نوموړي په خبره، هغه کسان چې له نورو هېوادونو راستنېږي، د مرستې لپاره یې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM  او نورو اړوندو مرستندويه سازمانونو ته ورپېژني.

هغه زیاتوي، په کليو او بانډو کې د همکارو موسسو په مرسته خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونه هم عملي کوي.

په سوېل ختيځ زون پکتيا کې د کډوالۍ نړيوال سازمان يا IOM څانګې مسوول اسحاق افغان سلام‌وطندار ته وویل، هغه کسان چې غواړي په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي، دغه سازمان ورسره د کاري اسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري کوي.

د نوموړي په وینا، له هغو را ستانه شویو کسانو سره چې د کاروبار لپاره اراده او طرحه ولري، له زر تر درې زرو ایرو پورې مرسته هم ورسره کوي.

په پکتيا کې د کډوالۍ نړيوال سازمان يا IOM څانګې مسوول زیاته کړه چې د ورځې په منځنۍ کچه له ايران او پاکستان څخه تر ۵۰۰ پورې کسان بېرته راشړل کېږي او دا چې هره ورځ څومره کسان له قاچاقي لارو هېواد پرېږدي، په اړه یې معلومات نه لري.

ځوانان ډېر کله له هېواد څخه د امنيتي او اقتصادي ستونزو له کبله بهرنیو هېوادونو ته مخه کوي او یا هم د قاچاقیانو په غوړو خبرو تېروځي، خو برعکس موخې ته د رسېدو لپاره د لارې په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام