د «سولې کتاب نندارتون» د امنیتي ځواکونو په ملاتړ پای ته ورسېد

د سولې کتاب نندارتون تېره جمعه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت د پل سرخ فرهنګي مرکز په نوښت جوړ شو. په دغه نندارتون کې یوشمېر خپرندویه ټولنو هم ګډون کړی و او د نندارتون هره ورځ د ټولنې بېلابېلو برخو وګړو ته ځانګړې شوې وه.
د دغه نندارتون جوړوونکی شاهد فرهوش وایي، دغه نندارتون د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت او د افغان سولې بهیر په ملاتړ جوړ شوی و.

د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، د هند پر برخلیک به اخته شو

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د کورونا ویروس پراخېدو ته په کتو وايي، که هېوادوال کورونا جدي و نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنو ته پام و نه کړي، افغانستان به هم د هند پر برخلیک اخته شي.
دوی خبرداری ورکوي، د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو په برخه کې هر دول بې‌غوري به وضعیت ترینګلی کړي.

سراج: د داعش ډلې ۶۰ سلنه غړي پاکستانیان دي

د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ملي امنیت سرتېرو د داعش ډلې ۴۰۸ مهم غړي نیولي چې ډېری یې پاکستانیان دي. هغه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۷۳ ماشومان او ۲۹۹ پاکستانیان شامل دي او په خبره یې، د داعش ډلې ۶۰ سلنه جنګیالي پاکستانیان دي. سراج داعش ډله د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او خبرداری ورکوي، که د سیمې هېوادونه یې د کنټرول په برخه کې همکاري ونه کړي، یو ځل بیا به پر پښو ودرېږي.

کابل؛ یوه ټرافېکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د کابل ولایت د پغمان ولسوالي په ارغندۍ سیمه کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۷ کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه ټرافیکي پېښه د مسافر وړونکو ۴۰۴ ډوله دوو موټرو د ټکر له امله شوې چې په مړو او ټپیانو کې