د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د کورونا ویروس پراخېدو ته په کتو وايي، که هېوادوال کورونا جدي و نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنو ته پام و نه کړي، افغانستان به هم د هند پر برخلیک اخته شي. دوی خبرداری ورکوي، د کورونا ویروس د جدي نه ګڼلو په برخه کې هر دول بې‌غوري به وضعیت ترینګلی کړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح نن په کابل کې د منبر او ډاکټر غږ په نوم یوه سراسري کمپاین کې وویل، افغانستان د کورونا درېیمې څپې ته چې له لومړۍ او دویمې هغې ګواښوونکې ده، دننه شوی دی.

د هغه په وینا، که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، واټن مراعت نه کړي او ماسک و نه کاروي، وېره شته چې افغانستان هم د هند په څېر سختې ورځې تجربه کړي. مجروح له خلکو غواړي چې د کورونا واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي.

په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي په دغه پروګرام کې له دیني عالمانو وغوښتل چې خلکو ته د کورونا ویروس د ګواښ په اړه معلومات ورکړي او د روغتیا وزارت د لارښوونو عملي کولو ته یې وهڅوي.

بله‌خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرون وویل چې شاوخوا ۳۰ افغانان په دغه هېواد کې د کورونا له کبله مړه شوي دي. د روغتیا وزارت چارواکي داسې مهال په هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې په اړه اندېښنه ښيي چې پرون په هند کې نږدې درې زره کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شول.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د کورونا پر وړاندې د مبارزې طرحه به نن د حکومت مشرتابه ته وړاندې کړي، خو په وینا یې، په دې طرحه کې کورنی کورنټین نه دی شامل، خو د ولسي جرګې غړې نېلوفر ابراهیمي وايي، کورونا ویروس ګواښوونکی دی او له کورنټین پرته د عامې روغتیا وزارت طرحه هم نیمګړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت بیا پرون له افغانانو غوښتي و چې هند کې د کورونا ویروس د پېښو ډېرو له کبله دغه هېواد ته له نااړینو سفرونو ډډه وکړي.

خو د ملکي هوايي چلند اداره وايي، هند، پاکستان او ایران ته د الوتنو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی. د عامې روغتیا وزارت بیا ټینګار کوي، که یادو هېوادونو ته تګ‌راتګ کم نه شي، وضعیت به ګواښوونکی کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام