د سولې کتاب نندارتون تېره جمعه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت د پل سرخ فرهنګي مرکز په نوښت جوړ شو. په دغه نندارتون کې یوشمېر خپرندویه ټولنو هم ګډون کړی و او د نندارتون هره ورځ د ټولنې بېلابېلو برخو وګړو ته ځانګړې شوې وه.

د دغه نندارتون جوړوونکی شاهد فرهوش وایي، دغه نندارتون د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت او د افغان سولې بهیر په ملاتړ جوړ شوی و.

د فرهوش په خبره، د افغان سولې مسله ملي او نړیوالو لوبغاړو ته لاره هواره کړې چې خپلې شخصي موخې له دې لارې ترلاسه کړي. نوموړی زیاتوي، دوی د یاد نندارتون او دې ته ورته نورو پروګرامونو له لارې غواړي وښیي چې افغانان نور نه غواړي د پردیو د جګړې او نړیوالو ناسمو سیاستونو ښکار وګرځي.

هغه زیاتوي، داسې سوله چې د بشر او مېرمنو حقونه او د بیان ازادي ته په‌کې ځای نه وي، د منلو نه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د کتاب نندارتون جوړول، د دښمن ته پر خوله د سوک ورکولو په مانا دي. د هغه په خبره، د نندارتونونو جوړول د افغانستان د اوسنیو ځوانانو او ښاریانو د ژوند تر ټولو ښه کیسه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، دغه نندارتونونه به په پراخه توګه رسنیز کړي او د طالبانو او ټولو ترهګرو تر غوږو به یې ورسوي چې له یوه لوستي او پوه نسل سره مخامخ دي.

د دغه نندارتون یو ګډونوال علي یعقوبي وایي، پر دې سربېره چې د افغانانو اقتصادي وضعیت د کورونا په ګډون، د بېلابېلو لاملونو له کبله کمزوری شوی، خو دغه نندارتون ته ګڼ‌شمېر خلک ورغلي وو.

یاد نندارتون د پنځو ورځو لپاره جوړ شوی و او وروستۍ ورځ یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ځانګړې شوې وه. د مېرمنو حقونو، د بیان ازادۍ، بشري حقونو او د جګړې د قربانیانو ملاتړ د یاد نندارتون نورې موخې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام