د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي، هغه کس یې نیولی چې څه موده وړاندې یې جلالاباد ښار کې خپله مېرمن وژلې وه.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند رییس زابلي سلاموطندار ته ویلي، د جلااباد ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو یو کس د خپلې مېرمنې د قتل په تور نیولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد کس غوښتل چې له سيمې وتښتوي، خو د امنيتي ځواکونو لهخوا ونیول شو. د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د جلالاباد ښار په اتمه حوزه کې هم یو کس د خپلې مېرمنې او ورور لهخوا وژل شوی و.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم د ننګرهار يوشمېر اوسېدونکي د جنايي جرمونو د زياتوالي له امله اندېښمن دي؛ خو امنیتي چارواکي وایي چې تر پخوا د جرمونو ګراف کم شوی او دې برخه کې ګڼشمېر لاسته راوړنې لري.