د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې یوه کس د چړې په وسیله خپله مېرمن او څلور اولادونه سخت ټپیان کړي دي.

 د چپرهار ولسوالي اوسېدوونکي وايي چې یاده پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالي په للمې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د دغې سیمې اوسېدوونکي زیاتوي چې پېښه د اقتصادي او کورنیو ستونزو له امله شوې ده.

خو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږلي خبر کې ویل شوي چې دغه کس حزب‌الله نومېږي او د لومړنیو څېړنیو له مخې، جوته شوې چې تاریخ تېره درمل یې خوړلي و.

د اطلاعاتو ا فرهنګ ریاست خبر کې همداراز ویل شوي چې یاد کس د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې او خپل‌منځي شخړې زیاتې شوي چې له امله یې یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام