میدان‌ وردګ کې د لومړني صنعتي  پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

په میدان‌ وردګ ولایت کې «د کوتل تخت صنعتي پارک» د جوړېدو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د مسوولانو په حضور کې پیل شوې. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په دې مراسمو کې وايي، ۲۰ کلنې تجربې دا وښوده چې له همغږۍ او همکارۍ پرته نشو کولای، هېواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړو.

د ایراني ځواکونو د باج اخیستنې او یرغمل نیونې په اړه د راستانه شویو افغان کډوالو شکایت

یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، شکایت کوي چې هېواد ته د راستنېدو پر مهال د ایران د کډوالو  په کمپونو کې د دغه هېواد د ځواکونو له‌خوا یرغمل نیول شوي او ورڅخه باج اخیستل شوی دی.

یونېسف: افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانستلو هڅې روانې دي

په افغانستان کې د یونسیف یا ماشومانو د ملاتړې ادارې رییس محمد ایویا پکتیا ولایت ته د سفر پرمهال خبریالانو ته ویلي چې یونېسف له نړیوالې ټولنې سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

شنونکي: امریکا او ملګري یې افغانستان کې د روان وضعیت مسوول دي

د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو پرون د دغه هېواد د سنا جرګې د وسله‌والو خدمتونو د کمېتې غونډې ته د افغانستان او اوکراین د حکومتونو د دوام په اړه خپل ناسم قضاوت تایید کړی دی.

دوی ویلي، باور یې درلود چې د امریکا ملاتړ څخه برخمن افغان حکومت کولای شي، د میاشتو لپاره د اسلامي امارت پر وړاندې مقاومت وکړي.

پر افغان ښځو د بندیزونو زیاتوالی؛ د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا سبا غونډه جوړوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا پنج‌شنبه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي. په ملګرو‌ملتونو کې د ناروې دایمي استازي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه غونډه په افغانستان کې پر بشري حقونو او د ښځو او نجونو پر ازادۍ د بندیزونو د زیاتوالي په اړه جوړېږي.

د حقاني او نېکلسون لیدنه؛ نړۍ دې افغانستان کې د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره په لیدنه کې پر مهمو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. دغه لیدنه پرون سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوې ده.