په میدان‌ وردګ ولایت کې «د کوتل تخت صنعتي پارک» د جوړېدو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د مسوولانو په حضور کې پیل شوې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په دې مراسمو کې وايي، ۲۰ کلنې تجربې دا وښوده چې له همغږۍ او همکارۍ پرته نشو کولای، هېواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړو.

سمنګاني زیاته کړه، په نننۍ نړۍ کې صنعت د یوه هېواد په پرمختګ کې مهمه ونډه لري او  هغه مهال یو هېواد اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېږي چې پر خصوصي سکټور او صنعت پانګونه وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار کوي چې که څه هم په مخکیني نظام کې افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو اداري فساد او له داخلي تولیداتو څخه نه ملاتړ، د خصوصي سکټور او د هېواد د صنعتي ودې مخه ډب کړې او اسلامي امارت هڅه کوي چې هېواد پر ځان بسیا کړي.

په همدې حال کې د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي رییس عبدالعظیم قریشي وایي، ټاکل شوې چې دغه صنعتي پارک پر ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي.

هغه زیاتوي: «په دغه صنعتي پارک کې به څه باندې ۶۴ کارخونې یا فابریکې پر کار پیل وکړي او سوداګرو لپاره هېڅ ډول خنډ نشته.» په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، اسلامي امارت له ډېرو قربانیو وروسته توانېدلی چې په هېواد کې امنیت تامین کړي.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي څو د دغه صنعتي پارک په څېر نور صنعتي پارکونه هم جوړ کړي او د هېواد کرنیز سکتور ته وده ورکړي چې ورسره به په هېواد کې شته خام مواد په کور دننه پروسس کړي.

دغه وزارت له خلکو څخه غواړي چې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي او د ودې لپاره یې د صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 بل‌خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌محمد سرفراز وايي چې افغانستان په ځانګړي جغرافیوي موقعیت کې دی او د زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی.

هغه زیاتوي چې اوس افغانستان اشغال نه دی او هغه وخت رارسېدلی چې د هېواد بیارغونې او اقتصادي ودې په موخه ګام پورته شي.

په همدې حال کې د میدان وردګ اوسېدوونکي د دغه پارک پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې د دغه پارک جوړېدل، د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې مهمه ونډه لري او خلکو ته په‌کې کاري زمینې هم برابرېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام