د پکتیا ولایت سیمه‌ییز مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ګردېز په تېرې سیمه کې د ښاروالۍ له لوري په ۱۵۰ جریبه ځمکه باندې دلومړي ځل لپاره لوی تفریحي پارک جوړېږي. د مسوولانو په وینا، دغه تفریحي پارک به ټولې اسانتیاوې ولري.

د پکتیا والي احمد علي جان سلام وطندار ته وویل، ددغه پارک په جوړېدو سره به پکتیا ته د سېلانیانو راتګ هم ډېر شي او د دې ترڅنګ دپکتیا اوسېدونکو لپاره به اقتصادي ارزښت هم ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ښاغلي علي جان زیاته کړه؛ د دغه پارک د سروې چارې نن رسماً پيل شوې. هغه وایي چې دغه پارک د ګردېز ښاروالۍ په مالي لګښتجوړېږي.

د پکتیا والي وویل: « اوس په دې وتوانېدو چې نن د پکتیا مرکز ګردېز په تېرې سیمه کې د پارک د جوړېدو د سروې پرانیسته وکړو او ددغهپارک ډېری برخې به خصوصي سکټور ته ورکړو چې هغوي ته هم د کارکولو زمینه برابره شي

په همدې حال کې د ګردېز ښاروال شریف‌الله الهام سلام وطندار ته وویل چې د دغه پارک د جوړېدو او ښېرازۍ لپاره هم ځانګړی پلان جوړشوی دی.

ښاغلي الهام زیاته کړه، د پارک د سروې او ډیزاین برخه کې ډېر پرمختګ شوی، ټولې اړینې برخې پکې په پاک کې نیول شوي، څو پکتیاکې یو معیاري او پرمختللی تفریحي پارک جوړ شي.

هغه وایي: « د سروې او ډیزاین چارې یې په لومړیو پړاونو کې دي، د یوې برخې سروې شوې ده، دلته چې کوم تاسیسات، ودانۍ او دشینوالي، نیالږیو کېنولو لپاره پلانونه شتون لري ډير ژر به عملي شي

د پکتیا ولایت اوسېدونکي هم د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري د دغه لوی تفریحي پارک د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې له دې مخکې دلويې پکتیا په کچه دې ته ورته پارک نه وو.

دوي ټینګار کوي چې په دغه پارک کې دې د نارینه‌وو ترڅنګ ماشومانو او مېرمنو ته هم د تفریح لپاره ځانګړي ځایونه جوړ شي.

د پکتیا اوسېدونکی بسم الله وایي: « مونږ ډېر زیات خوښ یوو، دا پارک یوازې د پکتیا لپاره نه بلکې د ټولو هېوادوالو لپاره یوه لویه لاستهراوړنه ده

د پکتېا بل اوسېدونکی خیال نبي هم وایي: « زه خپله ډېر خوښ یم، که دا پارک جوړ شي، د پکتیا په ګډون خوست او ډېری ولایتونوسیلانیان به ورته راځي او تفریح به کوي او یو ښه دمه ځای به وي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پکتیا د افغانستان یو له غرنیزو او شنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي. د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا، که حکومت پکتېا ولایت ته پاملرنهوکړي او  ددغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې تفریحي پارکونه جوړ کړي، هر کال به ګڼ شمېر سېلانیان دغه ولایت ته ورځي چې په دېسره به خلکو ته کاري زمینه برابره شي او هم به له دغو تفریحي ځایونو څخه د دولت خزانې ته عواید راټول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام