د سوېل ختيځ زون پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو  ډېری هغو طبیعي تفريحي سيمو ته چې پخوا د جګړو او ناامنیو له امله ورتګ ستونزمن وو، اوس د کورنیو سیلانیانو په ځانګړې توګه د ځوانانو تګ راتګ ورته زیات شوی دی.

د دې ولايتونو اوسېدونکي غوښتنه کوي چې اړونده ادارې او سوداګر دې په دغو سيمو کې د سېلانیانو لپاره خدمات او اسانتياوې ډېرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا اوسېدونکی حقمل مسعودزی وايي چې د جګړو له امله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او که حکومت تفریحي سیمو کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، له یوه پلوه به ورسره د تفریحي سیمو د اوسېدونکو اقتصاد وده وکړي او له با‌ لوري به حکومت ته هم ښه عاید ترلاسه شي.

په همدې حال کې د پکتيا په ګاونډ خوست او پکتيکا ولایتونو کې هم د سياحت لپاره د ښکلا طبیعي سيمې لري چې ګن‌شمېر هېوادوال یې د لیدو لپاره دغه ولایتونو ته ورځي.

د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي وايي، که چېرته حکومت او سوداګر يادو سيمو ته پام وکړي، له یوه پلوه به وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او بل‌خوا به حکومتي ادارو ته د عاید د ترلاسه کولو زمنیه هم برابر شي.

د خوست ولایت یو اوسېدونکی وایي چې په دغه ولایت کې د  موسي‌خېلو، ګربزو سربېره ځاځي میدان، قلندر او نورو سیمو کې د تفریحې لپاره د لیدو وړ ځایونه شته او که چېرته د تفریحې زمینه پکې برابره شي، هم د دولت او سوداګرو او هم به د سیمې اوسېدونکو ته د کار او عاید سرچینه شي.

د سوېل ختيځو ولايتونو مسوولان وايي، پکتيا او ګاونډي ولايتونه یې د تفريح لپاره مناسب ځايونو لري او هڅه کوي ځینو دغو سيمو کې د خلکو لپاره خدمتونه وړاندې کړي.

د ګردېز ښاروال مولوي شريف‌الله الهام سلام‌وطندار ته وويل، په دې اړه راتلونکې کې خپل پلانونه لري. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي پسرلي که به دغه پلانونه پلي کوي او د سیلانیانو لپاره به ګڼې تفریحې سیمې جوړوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې اريوب‌ځاځي، جاني‌خېل، څمکني او پټان ولسوالۍ او د مرکز ګردېز اړوند «سټوکنډو» او «ابدکي» تفريحي سیمې دي.

خوست کې د ځاځي‌ميدان، موسی‌خېلو، قلندر او ګربز ولسوالیو غرونه او «فارم‌باغ او مېلمه‌کوټ» سیمې، او پکتیا کې هم سردې‌بند، ملکيار او ورژانه هغه سیمې دي، چې په ځنګلونو پوښل شوي او خلک د تفريح لپاره ورځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام