د میدان‌وردګ یوشمیر بڼوالو سلام‌وطندار ته ویلي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د ګېلاسو حاصلات او باغونه د پام وړ ډېر شوي، خو د مناسب بازار نشتون له امله ډېری بڼوال خپل حاصلات په نیمه بیه پلوري.

دغه بڼوال له چارواکو غواړي چې د ګېلاسو د حاصلاتو لپاره یې په کور دننه او بهر بازار موندنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان ‌وردګ یو بڼوال سیدرسول وویل: «ګېلاس په میدان وردګ کې یوه نوې میوه ده، باغونو یې ښه نتیجه ورکړې. هر کال بڼوال ښه حاصلات په لاس راوړي، ولې مناسب بازار شتون نه‌لري.»

د میدان ‌وردګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هم تاییدوي چې د ګېلاسو باغونه او حاصلات ډېر شوي، خو په وینا یې، په کور دننه او بهر د بازار موندنې لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د میدان‌وردګ د کرنې رییس عبدالجبار خالد سلام‌‌وطندار ته وویل چې په پام کې لري نږدې راتلونکې کې لرو پرتو ولسوالیو کې هم د ګېلاسو باغونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه: «میدان‌ وردګ د هېواد په کچه یوازینی ولایت دی چې د ګېلاسو باغونو ښه نتیجه ورکړې او په پام کې ده چې د میدان وردګ په لرو پرتو ولسوالیو کې هم د ګېلاسو باغونه جوړ کړو، د بازار موندنې په برخه کې هم هڅې پيل شوي، څو پورې دغه ستونزه هواره شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تازه مېوې فصل په را رسېدو سره، د میدان ‌وردګ با‌غ‌لرونکي داسې مهال د ګېلاسو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار نه‌شتون څخه شکایت کوي چې په کور دننه بازارونه د خلکو د کمزوري اقتصاد په دلیل‌ کمرنګه شوي او بهر ته هم د مېوو نه صادرېدو، د با‌غ‌لرونکو او کروندګرو پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام