غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سه‌شنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. ‎

کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون پرانېستل شو

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د غوره ملي خدمتونو د نندارتون دویم پړاو د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې پرانېستل شو. دغه څلور ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوشمېر صنعت‌کارانو له‌خوا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

بلخ کې د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو

د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شو. ۶۰۰ ښځو په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي، څو یې لپاره پېرودونکي ومومي.
د ښځو په لاس جوړ شوي څیزونه او د هغوی تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د افغان سوداګرو یو پلاوی د بازارموندنې لپاره روسیې او منځنۍ اسیا ته ځي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو یو پلاوی د افغانستان کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه روسیې، اوزبکستان او قزاقستان ته ولاړ شي.