د ننګرهار صنایعو خونې له خراسان پوهنتون سره په ګډه همکاري په جلال اباد ښار کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړي و چې نن پای ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې د ننګرهار په ګډون د هېواد د بېلابیلو ولایتونو څخه د ۳۰ تولیدي فابریکو توکي نندارې او خرڅلاو ته اېښودل شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خراسان پوهنتون رییس ډاکټر طارق کمال وویل، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه ده، څو خلک ورسره اشنا او راتلوونکي کې د بهرنیو توکو پر ځای له خپلو وطني تولیداتو ګټه واخلي.

نوموړي وویل: «دا نندراتون چې د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي او صنایعو خونې په مشترکه هڅه پر لار اچول شوي، نږدې د ۳۰ فابریکه‌واله په کې ګډون کړی، څو خپل تولید هم د پوهنتون محصلینو او هم د باندې څخه راغلي مېلمانه وګوري. له دې ملي تولیداتو خبر شي او د بهرنیو توکو پر ځای په خپل روزمره ژوند کې له دې وطني تولیداتو څخه ګټه پورته کړو.»

صنعت‌کاران هم د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې لپاره د دا ډول نندراتونونو جوړېدل، ګټور ګڼي او په دې باور دي چې له دې لارې په کور دننه تولید شويو توکو ته د خلکو پام را ګرځي.

دوی له حکومت څخه هم غواړي چې د هېوادنیو توکو د غښتلتیا لپاره د دوی ملاتړ وکړي او هغه ستونزې ور حل کړی چې له کبله يې د دوی کارونه ټکني شوي دي.

د ننګرهار د صنعت‌کارانو ټولنې رییس تور ملنګ وايي: «د کورنیو تولیداتو پراختیا ته امیدواري ډېره زیاته ده. خو ځينې وړې او لویې ستونزې موږ لرو که چېرته دا حل شي، نو له دې رسنیو پر مټ خپلو ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم، موږ به د تولیداتو په برخه کې ځان بسیاینې او دا نندارتونه ډېر ښه دي، ځکه فابریکه لرونکو ته په کې مارکېټینګ کېږي او هر څوک چې راځي، نو له دې توکو سره اشنا کېږي او که خوښ شي، نو راتلوونکي کې یې بیا کاروي.»

عام خلک هم د دا ډول نندراتونونو له جوړېدو هرکلی کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره په اساسي توګه کار وکړي.

د ننګرهار صنعت کاران د نورو نندارتونونو د جوړولو پلان هم لري. دوی وايي چې د راتلوونکي کال حمل میاشت کې به د درې سوه کورنیو شرکتونو تولیدات جلال‌اباد کې په یوه لوی نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ننګرهار صنعتکاران بهرنیو هېوادونو ته د صادارت په برخه کې تر پخوا د زیاتو اسانتیاوو له رامنځ ته کېدو خبر ورکوي او وايي اوس بېلابیل توکي ګاونډيو او یو شمېر نورو هېوادونو ته استول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام