د ننګرهار د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي چې دغه مارکېټ د افغان او چینایي سوداګرو د پانګونې په مرسته جوړ شوی دی.

د دوی په وینا، د دغه مارکېټ چارې به د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت مخته یوسي.

د ننګرار د کانونو او پټرولیم رییس مفتي عبدالحميد اخندزاده د قيمتي ډبرو د سوداګریزې ودې لپاره د دغه مارکېټ پرانسته مهمه وبلله او وې ویل چې د یاد مارکېټ په پرانستل کېدو سره به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وایي چې د دغه مارکېټ په جوړېدو سره به بهرنیو هېوادونو ته د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه هم ونيول شي. ښاغلي اخندزاده له نورو سوداګرو هم وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د دغه مارکېټ سمبالوونکي سوداګريز شرکت رييس وانګ هونګ بين وويل، یاد مارکېټ کې به ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي.

هغه ټینګار وکړ چې په دغه مارکېټ کې به د هر ډول قيمتي ډبرو پېر او  پلور وشي، خو په وينا یې، نفرايټ به يوازې چين ته صادريږي.

نوموړي وويل چې په دې سره به د افغانستان قيمتي ډبرې د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته ولېږدول شي او په دې برخه کې به د افغانستان  ټول قوانین مراعت شي.

په همدې حال کې یوشمېر سوداګر او چارواکي وایي چې د یاد مارکېټ په فعالیت سره به قيمتي ډبرې د افغانستان په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادر شي.

د یادونې وړ ده چې اوس د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سيمو کې د کانونو د استخراج چارې روانې دي.

د کانونو او پټرولیم ریاست د چارواکو په وینا، د کانونو په استخراج او نورو هېوادونو ته یې په صادرېدو سره به د هېواد عوايد هم لوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام