ننګرهار کې د هېواد په کچه د قیمتي ډبرو مارکېټ پرانستل شو د ننګرهار د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي چې دغه مارکېټ د افغان او چینایي سوداګرو د پانګونې په مرسته جوړ شوی دی.
بلنکېن ا.ا ته: د نجونو ښوونځيو نه پرانسته به مو نړۍ سره اړیکې زیانمنې کړي له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدو پرېکړې ته د غبرګونونو پر دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که چېرته دغه پرېکړه ژر تر ژر لغوه نهشي، له نړۍ سره به د اسلامي امارت اړیکې زیان وویني. نوموړي ټينګار کړی چې د افغان نجونو او د دوی له کورنیو سره څنګ په څنګ ولاړ دی.
جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زدهکړو مرکز پرانستل شو جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زدهکړو لومړنی ښوونیز مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو. دغه ښوونیز مرکز چې ۲۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، په بېلابېلو ټایمونو کې ۱۰۰۰ نجونو او هلکانو ته پهکې زدهکړې ورکول کېږي.