تر میاشتو ځنډ وروسته د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت څو ورځې وړاندې وویل چې ډېر ژر به ټول هېواد کې دولتي پوهنتونونه د زده‌کړیالانو پرمخ پرانیستل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت له اعلان سره سم د ننګرهار او کندهار په څېر تودو سیمو کې نن دولتي پوهنتونونه د زده‌کړیالانو پرمخ پرانستل شول، خو د هوا د یخوالي له کبله به سړو سیمو کې زده‌کړیالان د کب په اوومه خپلو درسونو ته ور وګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار پوهنتون چې تر کابل وروسته د هېواد دویم لوی پوهنتون دی، لسګونه زده‌کړیالان نن بیا خپلو زده‌کړو ته تللي او وایي، خوښ دي چې نیمګړې زده‌کړې بشپړې کړي.

زده‌کړیالان وایي، هیله لري چې وکولی شي، د تېر په څېر خپل درسونه په سمه توګه پرمخ یوسي.

د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیال عبدالباسط سلام‌وطندار وویل، «دا چې یو ځل بیا زموږ تدریسي بهیر پیل شو. موږ د خوښۍ او ویاړ احساس کوو. موږ به کولی شو چې خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې او پای ته ورسوو. موږ نن زیات زده‌کړیالان پوهنتون ته راغلی وو او ویاړو چې یو ځل بیا فرصت په لاس راغلی چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړو.»

د ننګرهار پوهنتون چې د هېواد له ټولو ولایتونو په کې زده‌کړیالان شته په لومړۍ ورځ یې شمېر زیات نه‌وو او ښایي لامل یې له لرو سیمو نه رسیده‌ګي او د اوونۍ پای وي، خو  زده‌کړیالان هیله لري چې د شنبې ورځې وروسته به یې په اساسي توګه زده‌کړې پيل شي.

دوی له اسلامي امارته هم غواړي چې د زده‌کړو په برخه کې ورته اسانتیاوې زیاتې کړي.

ننګرهار کې ټولنیز فعال وهاج د زده‌‌کړیالانو پرمخ د پوهنتونونو پرانیستل مثبت اقدام بولي او وايي، د پوهنیزو بنسټونو فعاله ساتل پرمختګ ته لار هواروي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل، «اوس الحمد الله پوهنتونونه د لوړ زده کړو وزارت تر اعلان وروسته پیل شول. ټول زده‌کړیالان به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. دا د افغانستان د ایندې لپاره ښه زیری دی. دا د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره ښه اقدام دی چې لوړو زده‌کړو وزرات وکړ، موږ هیله لرو چې اینده کې ستونزې جوړې نشي چې د پوهنتونو د بندیدو لامل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سره له دې چې د ننګرهار پوهنتون مسوولان د پوهنتون بیا پرانیستو او د نجونو د زده‌کړو طرزالعمل په اړه د سلام‌وطندار اړیکو ته ځواب نه‌ورکوي، خو یوه اعلامیه کې يې ویلي، سر له نن چهارشنبې دې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم محصلان خپلو درسونو ته حاضر شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام