د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دولتي پوهنتونونو د درسونو ژر پیلېدو خبر ورکړ. هغه وايي، د پوهنتونونو د پیلېدو څرنګوالي په اړه یې ارزونې روانې دي او ټاکل شوې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې پیل شي.

د نوموړي په وینا، تر دې وروسته به نجونې او هلکان په جلا جلا ټولګیو کې زده‌کړې کوي او په خبره یې، د نجونو او هلکانو ګډې زده‌کړې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د خصوصي پوهنتونونو فعالیت له ځينو محدودیتونو سره د روانې وږي میاشتې په پنځلسمه پیل شو. ځینو پوهنتونونو په ټولګیو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ پردې را ځړولي او ځینو هم درسي وخت بدل کړی دی.

دغه محدودیتونه د خصوصي پوهنتونونو د زده‌کړیالانو د ناخوښۍ لامل شوي او ګڼ‌شمېر هغو یې پوهنتونونه هم پريښي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خصوصي پوهنتونونو زده‌کړیالانې فاطمه صمدي او مروه رحماني وايي، د زده‌کړو انګېزه ځپل شوې او د تېرې دوشنبې په ورځ یې یوازې درې ټولګیوال د زده‌کړو لپاره راغلي وو. د دوی په وینا، نه یوازې د زده‌کړیالانو شمېر کم شوی، بلکې استادان هم د تدریس انګېزه نه لري او پوهنتونونو ته نه ورځي.

خو د لوړو زده‌کړو سرپرست په جلا جلا ټولګیو کې د نجونو او هلکانو د زده‌کړو طرحه د زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړو ښې اسانتیاوې بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام